د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د روان مالي کال په بودیجه کې متقاعدینو ته پیسې ځانګړې شوي او ډېر ژر به د متقاعدینو او دولتي کارکوونکو حقوق او معاشونه ورکړل شي.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سلام‌وطندار ته ویلي چې د روان مالي کال په بودیجه کې شاوخوا ۴ میلیارده افغانۍ د متقاعدینو لپاره په پام کی نیول شوي او ډېر ژر به یې د اجرا چارې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مالیې وزارت ویاند زیاتوي چې د متقاعدینو د حقوقو د اجرا سربېره، د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړې ته هم چمتووالی نیول شوی دی.

د هغه په وینا، د روان مالي کال بودیجه تصویب شوې او هغو دولتي کارکوونکو چې له څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي، ډېر ژر به یې معاشونه ورکړل شي.

په همدې حال کې د ماليې وزارت ویاند ټينګار کوي چې د ځینو ادارو د معاشونو د ورکړې سېسټم بېرته فعال شوی دی.

هغه وویل:«زموږ د خزاینو برخې اجرات پیل کړي، کېدای شي تر نن مازدیګره ځینو ادارو ته د دوی چیکونه ورکړل شي او هغو ادارو چې خپل استحقاقونه نه دي راوړي، هغه هم  پیل شوي دي. نن څخه وروسته سېسټمونه ټول فعال شول او د کال تر پایه به زموږ ټولې مالي چارې د بودیجې سره سمې روانې وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې یو‌شمېر متقاعدینو د خپلو حقوقو د نه ترلاسه کولو له امله شکایت کاوه او ویل یې چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام