د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي پرون جوزجان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغه وزارت د کارکوونکو له لوري څوک له دلیل پرته نه دي زورول شوي.
حنفي زیاته کړې چې د بشريحقونو سازمان له اسلام ناخبره دی او تل یې د ښځو پروړاندې زورونې او بندیزونه مطرح کړي؛ په داسې حال کې چې اسلام ښځو ته تر ټولو غوره حقوق ورکړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست ټينګار کوي چې د اسلامي نظام ساتنه او د اسلامي امارت د مشر فرمانونه فرض عین دي او ټول یې باید په پليکېدو کې ونډه واخلي.
د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت نظام د خلکو د همکارۍ او زرګونو مجاهدینو د فداکارۍ په پایله کې منځته راغلی چې په غلامۍ به تعامل ونه مني.
د جوزجان ولایت سرپرست مولوي ګلمحمد سلیم دغې غونډې ته وویل، لوېدیځ هڅه کوي چې د امربالمعروف وزارت داسې خلکو ته معرفي کړي، چې باید ورڅخه نفرت وشي. هغه له خلکو وغوښتل چې تر بل هر وخت زیات دغه وزارت څخه د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.
له نظام څخه حفاظت، د امیرالمومنین د فرمانونو تطبیق، خصوصي حریم کې نهلاسوهنه، د یوالي ساتنه، یو د بل منل او واک څخه د ناوړه ګټې اخیستو مخنیوی له نورو مواردو څخه وو، چې د امربالمعروف سرپرست وزیر پرې ټینګار درلود.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست جوزجان کې غونډې ته له وینا وروسته سرپل ولایت ته تللی دی.