د ځینو راپورونو له مخې، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغېزستان نن چهارشنبه د دلوې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د قرغېزستان په پلازمېنې بشکیک کې د افغانستان په اړه غونډه لري.
ځینو رسنیو د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دې غونډې ته د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی ټوماس نېکولسن او د ملګرو ملتونو استازي هم ور بلل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ويل کېږي چې اقتصادي مسایل، ټولنيز وضعيت او د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه د دې غونډې د اجندا مهمې برخې دي.
شنونکي وايي چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه هڅه کوي چې د دا ډول غونډو په جوړولو سره د افغانستان په اړه یوه واحده تګلاره جوړه شي.
د نړیوالو چارو شنونکی ضیا حسیني وايي: «دا غونډې د افغانستان په اړه د هېوادونو د انسجام او د ګټو او غوښتنو را یوځای کولو لپاره دي. د دې لپاره چې هم تعامل وشي او هم هغه شرطونه ومنل شي چې نړۍ پرې ټینګار کوي. همدارنګه د سیمې هېوادونه د یوې سیمهيیزې اجماع جوړېدو ته ورسېږي.»
شنونکي ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید په یادو غونډو کې د لاسبرۍ په موخه په کور دننه ستونزې حل او د افغانانو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.
د سياسي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس وايي: «اساسي قانون باید جوړ شي؛ هلته باید د نظام ډول روښانه او د خلکو بنسټیز حقونه تضمین شي. اسلامي امارت باید دا ستونزې حل کړي، بیا که په هره غونډه کې ګډون وکړي یا یې ونه کړي، هېوادونه اړ کېږي چې په رسمیت یې وپېژني.»
د یادونې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب په دوحه کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه جوړېږي چې د افغانستان پر اړوندو مسایلو به پهکې خبرې اترې وشي.