د خوست د نفت او ګاز مديريت کارکوونکي او د تېلو ټانکونو یوشمېر مالکان د مالي فساد په تور نيول شوي دي.
د خوست د نفت او ګاز مديريت عملياتي مدير احسانالله وايي چې د دوی د مديريت کارکوونکي او د تېلو ټانکونو «پمپونو» مالکان، د دغه ولايت د امنيتي او کشفي ارګانونو لهخوا نيول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دوی ځینو کارکوونکو د تېلو ټانکونو يوشمېر خاوندانو سره د بډواخيستو په بدل کې، د تېلو پلور ورځنۍ اندازه کموله.
هغه زیاته کړه چې په دې سره د تېلو تانکونو مالکانو له مالياتو تېښته کوله چې ملي عوايدو ته يې ميليونونه افغانۍ زيان اړولی دی.
د نفت او ګازو مدير د نيول شويو کارکونکو او مالکانو کره شمېر له رسنيو سره شريک نهکړ.