په بامیان کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته وويل چې د دغه ولايت د پاسپورټ مدیر مولوي عتيقالله د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور نيول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړى نن د دغه ولايت د  ښاري امنیت مدیریت له لوري نيول شوى دى.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سرچینه زیاتوي چې مولوي عتیق‌الله د بامیان د غندک ولسوالي اوسېدوونکی او د دغه ولایت د امنیه قومندان صدیق‌الله شاهین مسافر له خپلوانو څخه دی.

 د باميان د امنيې قومانداني وياند محمدخواني رسا په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه. هغه سلام‌وطندار ته وویل چې په دې اړه معلومات نه لري.

خو د بامیان د ښاري امنیت مدیر عبدالله ایوبي سلام‌وطندار ته تاییدوي چې د دغه ولایت د امنیې قومنداني د پاسپورټ مدیر د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور نیول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې د بامیان ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري عبدالفتاح هم د بامیان د والي عبدالله سرحدي ساتونکو له خوا په کاري چارو کې د سرغړونې په تور نیول شوی و او له دندې ګوښه شوی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام