په بامیان کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري عبدالفتاح تېره اوونۍ د بامیان د والي عبدالله سرحدي ساتونکو نیولی او له دندې ګوښه شوی دی.

د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني د یاد خبر د تایید ترڅنګ ویلي چې عبدالفتاح په کاري چارو کې د سرغړونې په تور له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال بامیانو کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط‌، سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري عبدالفتاح تېره اوونۍ د هیرویینو د پلور په تور له دندې لرې کړل شوی دی.

د سرچینې په وینا، بامیان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس، هغه هیرویین چې د نشه‌يي توکو له پلوروکو څخه نیولي و، خپله یې خرڅ کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې عبدالفتاح د بامیان د اوسني امنیې قومندان شاهین مسافر له نږدې خپلوانو څخه دی.

په همدې حال کې د بامیان د امنیې قومنداني ویاند محمد‌خواني رسا هم تاییدوي چې عبدالفتاح له خپلې دندې لرې کړل شوی، خو د نوموړي د نیونې او هیرویینو د پلور تورونه تشې اوازې بولي.

د بامیان د محلي مسوولان زیاتوي چې د قاري عبدالفتاح پرځای، محمد داوود حیدر د دغه ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نوی رییس ټاکل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

محلي سرچینې وايي چې محمد‌داودد حیدر د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او د بامیان د والي له نږدې خپلوانو څخه دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام