Asset 1SWN

اسلامي امارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړې محکمه جوړه کړه

Mokhadder-pjhkjh03jrwpcp62gv1cfesele9xu59w4yldyikl1w

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند انعام‌الله سمنګاني له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې محکمې د جوړېدو خبر ورکړ.

سمنګاني په خپل ټویټړ پاڼه کې لیکلي چې د هېواد سترې محکمې د نشه یي توکو اړوند موضوعاتو حل لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سمنګاني ویلي چې د دې محکمې په ترکیب کې درې کسان دي. د هغه په ​​وينا، مولوي خان‌محمد د قاضي، مفتي عبدالله تایب د مفتي او مولوي الفت د محکمې د محرر په توګه ټاکل شوي دي.

اسلامي امارت داسې مهال له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې محکمې د جوړېدو خبر ورکوي چې اوس هم په یو ځینو ولایتونو کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق مخ په ډېرېدو دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام