د فلسطین پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په لړ کې تازه د غزې پر مرکزي سیمو د بریدونو پر مهال ۴۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
غزه کې د دولتي رسنیو دفتر «پنجشنبه، کب درېیمه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د غزې پر مرکزي برخه د «دیرالبلاح» سیمه کې د اسراییلي ځواکونو لهخوا روان «وحشیانه قتل عام» تر سلو ډېر کسان ټپیان کړي چې په وینا یې، د قربانیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د امریکا حکومت او نړیواله ټولنه په تېره بیا اسراییل د دې روانو جنایتونو په بشپړ ډول مسوول بولو او پر ازاده نړۍ غږ کوو چې ژر تر ژره د تباهۍ دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي چې د اسراییلو پوځ د ملکي خلکو پر ضد پیل کړې.»
الجزیرې خبري شبکې نن پنجشنبه د فبرورۍ ۲۳مه راپور ورکړی چې په سوېلي ښار رفح کې اسراییلو ځواکونو پرته له مخکیني خبرداري، هستوګنیز کورونه په نښه کړي دي.
حماس د یادو بریدونو په غبرګون کې د جمعې پر ورځ په یوه بیان کې ویلي چې پر کورونو بریدونه «نړیوالې ټولنې ته دا ثابتوي چې دا «اسرائیل» یوه فاسده اداره ده چې د بشري قوانینو او ارزښتونو پروا نهلري.»
غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر غزې د اسراییلو د برید راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۲۹زره فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.