له دوبۍ څخه بلخ ته د هوا له لارې ۱۶ ټُنه سوداګریز توکي لېږدول شوي

بلخ کې چارواکي وايي چې د عربي متحده اماراتو له دوبۍ څخه د هوا له لارې د بلخ مزارشریف ښار ته ۱۶ټُنه سوداګریز توکي رالېږدول شوي دي.

د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي هوايي ډګر مسوولانو وايي، دغه سوداګریز توکي د یوې الوتکې په مرسته مزارشریف ته لېږدول شوي.

اسټرالیا له نیوزیلنډ دویمه شل اووره لوبه هم وګټله

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هم نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.

اسټرالیا دې لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر نیوزیلنډ مات کړ. اسټرالیا په لومړۍ لوبه کې هم نیوزیلنډ مات کړی دی.

پر غزې د اسراییلو بریدونو کې ۴۰ فلسطینیان وژل شوي

د فلسطین پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په لړ کې تازه د غزې پر مرکزي سیمو د بریدونو پر مهال ۴۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

غزه کې د دولتي رسنیو دفتر «پنج‌شنبه، کب درېیمه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د غزې پر مرکزي برخه د «دیرالبلاح» سیمه کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا روان «وحشیانه قتل عام» تر سلو ډېر کسان ټپیان کړي چې په وینا یې، د قربانیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي.

متقي: د دوحې ناسته مو له نږدې څارله، پایله یې نه‌‌‌درلوده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې د دوحې ناسته یې له نږدې څارلې او ځانګړې پایلې یې نه‌‌درلوده.

متقي دغه څرګندونې پنج‌شنبه، کب درېیمه افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» مشرې روزا اوتنبایوا سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

ميدان‌وردګ کې يو کس لېوانو داړلی او وژلی یې دی

د ميدان‌وردګ امنیې  قومنداني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې لېوانو یو کس داړلی او وژلی یې دی.

پېښه تېره ورځ «پنج‌شنبه، کب درېیمه» د دغه ولایت د جلرېز ولسوالي په «سیاه خاک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

حقاني: داسې نظام باید وچلوو چې د ولس ملاتړ خپل کړو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، اوسنی حکومت باید د خپلې حکومتولۍ چارې داسې سمبال کړي چې له مخې یې، د ولس ملاتړ ترلاسه کړي.

سراج‌الدین حقاني دغه څرګندونې پنج‌شنبه کب درېیمه خوست کې د مرکزي دارالایتام څخه له دیني زده‌کړو څځه د یو‌شمېر زده‌کوونکو د فراغت‌غونډې ته کړې دي.

هلمند کې یو‌شمېر وسلې او مهمات نیول شوي

 د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالي کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال یې وسلې او مهمات نیولي دي.

د هلمند امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني وايي چې د عملیاتو پر مهال یې، د کرشک فاتح چوک ته څېرمه سیمه کې یې په یوه کور کې درې میله کلاشینکوف، یو میل توپانچه، ۱۳۱۵ بېلابېلې مرمۍ او یوشمېر نور مهمات نیول شوي دي.