Asset 1SWN

متقي: د دوحې ناسته مو له نږدې څارله، پایله یې نه‌‌‌درلوده

GG8jPwSbIAAPG7O

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې د دوحې ناسته یې له نږدې څارلې او ځانګړې پایلې یې نه‌‌درلوده.

متقي دغه څرګندونې پنج‌شنبه، کب درېیمه افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» مشرې روزا اوتنبایوا سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دې ناسته کې دواړو لوریو د دوحې ناستې او د سرپرست حکومت او ملګروملتونو ترمنځ د راتلونکي تعامل ترڅنګ پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې شوي دي.

اوتنبایوا دې غونډه کې د دوحې ناستې په تړاو معلومات ورکړي او د ملګروملتونو له لوري ویلي چې افغانستان سره باید مشوره وشي. اواتنبایوا زیاته کړې چې د ملګروملتونو د لیدلوري له اړخه د افغانستان لپاره د نوي استازي ګومارنې په اړه داسې اقدام ونه‌شي چې سرپرست حکومت سره اړیکې لا پېچلې شي.

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې غونډه کې هیله‌مندي ښودلې چې افغانستان سره د تعامل په اړه جوړېدونکې ناستې به ښې پایلې ورکړي. متقي د ناستو اغېزمنتیا لپاره له کابل سره د ټولو اړوند مسایلو په تړاو هر اړخیزې مشورې اړینې بللي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازیو دویمه ناسته د تېرې یکشنبې او دوشنبې پر ورځو دوحه کې جوړه شوې وه چې ا.ا د ملګروملتونو له لوري د دوی د شرطونو د نه منلو له امله یې دې ناسته کې له ګډون ډډه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام