Asset 1SWN

اسټرالیا له نیوزیلنډ دویمه شل اووره لوبه هم وګټله

376533

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هم نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.

اسټرالیا دې لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر نیوزیلنډ مات کړ. اسټرالیا په لومړۍ لوبه کې هم نیوزیلنډ مات کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې د اسټرالیا د ۱۷۵ منډو په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې اسټرالیا لومړی توپ‌وهنه وکړه او له ټاکل شویو ۲۰ اورونو څخه یې ۱۹.۵ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

په توپ‌وهنه کې د اسټرالیا لپاره ټرافېز هېډ ۴۵ او پات کمېنس ۲۸ منډې جوړې کړې. لوکي فېرګونس د ۱۲ منډو په بدل کې څلور وېکټې ترلاسه کړې.

د نیوزیلنډ لپاره بیا ګلېن فلېپس ۴۲ او ټرینټ بولټ ۱۶ منډې جوړې کړې. نیوزیلنډ په ۱۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۲ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې او وروستۍ شل اووره لوبه به یکشنبه د فبرورۍ پر ۲۵مه په اوکلنډ کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام