Asset 1SWN

هند او اسټرالیا نن درېیمه شل اووره لوبه کوي

371866

د هند کرېکټ ملي لوبډله په خپل کوربه‌توب د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې سره د پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ درېیمه لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۰۰ بجې د هند د ګووهاټي په «برساپارا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند کرېکټ لوبډلې له دې وړاندې د یادې پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ دوه لوبې ګټلي او نن به هڅه کوي چې له مېلمه لوبډلې درېیمه لوبه هم وګټي.

د هند او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره لوبو کې څلور ځلې هند او یوازې یو وار اسټرالیا بریا خپله کړې ده.

هندۍ لوبډلې د روانې پنځو شل اووره سیالیو لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکې ده. که هند د نن ورځې لوبه کې بریا خپله کړي، دغه لوبلړۍ به هم په خپل نوم کړي.

اسټرالیا چې خپلو لومړیو دوو سیالیو کې له ماتې سره مخ شوې، نننۍ لوبه کې به د بریا په تکل لوبغالي کې ته ووځي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دواړو لوبډلو په روانه شل اووره سیالیو کې د خپلو اصلي او مهمو لوبغاړو په پرتله ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام