Asset 1SWN

هلمند کې یو‌شمېر وسلې او مهمات نیول شوي

وسلې-مهمات

 د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالي کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال یې وسلې او مهمات نیولي دي.

دغه وسلې او مهمات د هلمند امنیې قومنداني له تروریزم سره د مبارزې مدیریت ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني وايي چې د عملیاتو پر مهال یې، د کرشک فاتح چوک ته څېرمه سیمه کې یې په یوه کور کې درې میله کلاشینکوف، یو میل توپانچه، ۱۳۱۵ بېلابېلې مرمۍ او یوشمېر نور مهمات نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په نیول شویو مهماتو کي دوه ګرنېټ، ۲۴ د کارمولي او توپانچې شاجُر، څلور د توپانچې او سکېل جرۍ، یو د کلاشینکوف سیخ، دوه د کلاشینکوف موټي، یوه د کلاشینکوف سرپرده، درې د توپانچې پوښونه او دوه چانټې شاملي دې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حقاني دا نه‌دي ویلي چې د یادو وسلو په تړاو یې څوک نیولي، که نه؟، خو زیاته یې کړه، هڅه کوي چې ناقانونه وسلې ټولې او دغه ولایت کې لاهم ډاډمن امنیت ټينګ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام