Asset 1SWN

سلام وطندار

فلسطین کې د اسراییلو له‌خوا هوايي برید کې ۲۰ کسان وژل شوي

33XU6X4-highres

 د اسراییلي ځواکونو له لوري په رفاع ښار کې یوه روغتون ته نږدې پر یوې ودانۍ د برید له کبله ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

الجزیرې خبري اژانس نن «جمعه، دسمبر ۲۹مه» راپور ورکړی چې برید پر هغه ودانۍ شوی چې له بې‌ځایه شویو کسانو ډکه وه. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې ژغورنې ډلې تر خاورو لاندې د احتمالي پاتې ژوندي کسانو د را اېستلو پر عملیاتو بوخت دي.

په ورته مهال فلسطیني چارواکو د پنج‌شنبې پر ورځ ویلي چې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

په کلابنده غزه کې خلک وايي چې د ځان خوندي‌ ساتلو لپاره ځای نه‌لري او هره شېبه د اسرییلي ځواکونو له‌خوا پرې درنې بمبارۍ کېږي.

د اکتوبر له اوومې راپدېخوا د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۱۳۲۰ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۵۵زره نور ټپیان شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې موده کې د حماس ډلې له‌خوا پر اسراییلو د برید له کبله څه باندې ۱۲۰۰ اسراییلي وګړي او وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام