Asset 1SWN

هېواد کې ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره نوي رنګونه وټاکل شول

1

د کورنیو چارو وزارت او د ټرافیک عمومي ریاست مسوولانو نن سه‌شنبه د غويي ۱۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د هېواد په کچه ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره نوي رنګونه وټاکل.

له دې مخکې هېواد کې د ټکسي موټرو رنګونه زېړ او سپین و چې د ټرافیکو عمومي ریاست د نوي طرزالعمل له مخې، دغه رنګونه اوس بدل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټرافیک پولیسو مسوولانو یاده خبري ناسته کې وویل چې د دغه طرزالعمل په پلي‌ کېدو سره به ښاري نظم رامنځته، د مسافرو امنیت به خوندي او د ټکسي موټرو شمېر به مشخص شي.

په ورته مهال د مسوولانو په وینا، د نوي جوړ شوي طرزالعمل له مخې به د هر ټکسي موټر چلوونکی بایومټریک او معتبر تضمین به هم ترې اخیستل کېږي.

د ټرافیک پولیسو رییس حسیب‌الله مختار دې خبري ناسته کې همداراز وویل چې پخوا د ټکسي موټرو رنګ معیاري نه‌‌وو او نه یې مشخص کود درلود، خو په وینا یې، نوي ټاکل شوي رنګونه مشخص کوډ لري او په نړیوال کنوانسیون کې ثبت دي.

نوموړي وویل: «اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنې انتقالات د ټکسي موټرو او پاتې ۷۰ نه تر ۸۰ سلنې د شخصي موټرو په واسطه ترسره کېږي چې دې چارې امنیتي او جنایي ستونزې رامنځته کړي دي»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد طرزالعمل د پلي‌کېدو چارې به سبا چهارشنبه پیل شي او تر راتلونکو درېوو میاشتو به په ټول هېواد کې دوام ولري چې د مسوولانو په وینا، د ټاکلې مودې په پای ته رسېدو سره به له سرغړوونکو سره قانوني چلن وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام