Asset 1SWN

کابل کې د موټرو لوړې کرایې؛ خلک: د ۲۰ پرځای ۳۰ افغانۍ راڅخه اخلي

2-5-1024x682-1

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د ښاري موټرو د کرایې له لوړېدو د نیوکې ترڅنګ وايي چې موټر چلوونکي په خپل‌سري توګه له خلکو کرایه اخلي.

د کابل اوسېدونکی مصطفی چې د «شهرنو» په یوې مغازه کې کار کوي او هره ورځ له کوټه‌سنګي څخه خپل کار ځای ته راځي، وايي چې د ښاري موټرو د لوړې کرایې له کبله اړ شوی چې له کوره تر کار ځایه پیاده تګ‌راتګ وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «زه د درې کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست یم. کارګر یم او ورځنی عاید مې ۱۵۰ افغانۍ دی. له کوټه‌سنګي څخه شهرنو ته ځم او راځم او ۳۰ افغانۍ مې د موټر کرایه ده. د موټرو د لوړې کرایې د ورکړې توان نه‌لرم.»

په همدې حال کې د کابل ښار یو بل اوسېدونکی خالد له اړوند مسوولانو غواړي چې د ښاري موټرو کرایه راکمه کړي. د نوموړي په وینا، وزګاره او پوروړی دی او د موټرو کرایې هم لوړې شوې دي.

په همدې حال کې یوشمېر ټکسي چلوونکي بیا ښار کې د شخصي موټرو له ډېروالي د نیوکې ترڅنګ وايي چې دغه موټر چلوونکي په خپل‌سري توګه کرایه ټاکي.

یوه ټکسي چلوونکي وویل: «خوراکي توکي او تېل قیمته شوي. همداراز په بېلابېلو مسیرونو کې شخصي موټر زیات شوي او موټرچلوونکي په خپل‌سري توګه کرایه ټاکي.»

په همدې حال کې د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د ښاري موټرو د کرایې د نرخونو طرحه یې چمتو کړې او ډېر ژر به یې عملي کړي.

د یاد وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وویل: «د ۱۲۳ مسیرونو د موټرو د کرایو د نرخونو لایحه چمتو شوې او کرایه له پنځو تر لسو افغانیو راښکته شوې ده. ټولو بنسټونو ته مکتوب لېږدول شوی او باید عملي یې کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کابل کې څه باندې شپږ میلیونه وګړي ژوند کوي او د نړۍ یوازینۍ پلازمېنه ده چې منظم ټرانسپورټي سېسټم او فعال بسونه نه‌لري، هغه چې ډېری بې‌وزله افغانان یې د ورځني تګ‌راتګ پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام