کابل کې د موټرو لوړې کرایې؛ خلک: د ۲۰ پرځای ۳۰ افغانۍ راڅخه اخلي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د ښاري موټرو د کرایې له لوړېدو د نیوکې ترڅنګ وايي چې موټر چلوونکي په خپل‌سري توګه له خلکو کرایه اخلي.

د کابل اوسېدونکی مصطفی چې د «شهر نو» په یوې مغازه کې کار کوي او هره ورځ له کوټه‌سنګي څخه خپل کار ځای ته تګ‌راتګ کوي، وايي چې د ښاري موټرو د لوړې کرایې له کبله اړ شوی چې له کوره تر مغازې پیاده تګ وکړي.

د کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانېستل شو

د نوي کال په رانږدې‌کېدو سره د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون د کرنې وزارت له‌خوا د کابل بادام‌باغ کې پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.

ټاکل شوې دغه نندارتون کې ۲۶۳ غرفو کې چې ۵۶ یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي، کرنیز محصولات، لاسي صنایع، د کرنې برخې ماشین‌ري، نباتات او طبي بوټي نندارې ته وړاندې شي.

فراه کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

فراه کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده. پېښه پرون سه‌شنبه د کب ۲۳مه د یاد ولایت د شیب‌کوه ولسوالي اړوند «کاریز مردان» کلي کې رامنځته شوې ده.

دایکندي کې ټرافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او یوولس ټپیان دي

دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال درې کسان مړه او یوولس نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، ټرافیکي پېښې د یاد ولایت په میرامور ولسوالي او نیلي ښار کې رامنځته شوي چې مړو شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.

پکتیکا کې د یونېسف ۴۷۸ ټولګیو کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان زده‌کړې کوي

پکتیکا کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا په جوړ شویو ټولګیو کې زرګونه نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یونېسف له‌خوا ۴۷۸ محلي ټولګي جوړ شوي چې دا مهال په‌کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

تخار کې ټرافیکي پېښه؛ د زرشويي ۱۷کارګر مړه او پنځه ټپیان شوي

په تخار کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د زرشويي د کارګرو د موټر چپه‌کېدو له امله ۱۷ کارګر مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، پېښه نن سهار چهارشنبه د کب ۲۴مه د یاد ولایت د چاه‌اب ولسوالي اړوند انجیر قشلاق کلي کې د یوې «ډاډسن» موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.