شمالي ولایتونو کې د ټکسي رنګ بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل شو

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې له کابل وروسته یې په شمالي ولایتونو کې هم د ټکسي بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل کړی دی.
د ټرافیکو عمومي رییس حسیب‌الله مختار پرون (د وري نهمه، د پنجشنبې ورځ) بلخ ته د سفر پر مهال ویلي چې یاد بهیر په رسمي ډول په شمالي ولایتونو کې هم پیل کړی دی.

د ټکسي رنګ بدلېدل؛ موټرچلوونکي: د رنګولو وسه یې نه لرو

د کابل د ټرافیکو ریاست له لوري د ښاري او اطرافي ټکسي د رنګ بدلېدل د یوشمېر ټکسي‌چلوونکو غبرګونونه را پارولي دي.
دوی وايي، د هغو شخصي موټرو زیاتوالي چې په ښار او اطراف کې سپرلۍ وړي او راوړي، د دوی پر کار منفي اغېز کړی او دومره وسه نه لري چې د ټکسي رنګ بدل کړي.