Asset 1SWN

د ټکسي رنګ بدلېدل؛ موټرچلوونکي: د رنګولو وسه یې نه لرو

taxi-1-q677rx7vkq502sai5f0f0bkupol6mvk3nkic1uuzyg

د کابل د ټرافیکو ریاست له لوري د ښاري او اطرافي ټکسي د رنګ بدلېدل د یوشمېر ټکسي‌چلوونکو غبرګونونه را پارولي دي. دوی وايي، د هغو شخصي موټرو زیاتوالي چې په ښار او اطراف کې سپرلۍ وړي او راوړي، د دوی پر کار منفي اغېز کړی او دومره وسه نه لري چې د ټکسي رنګ بدل کړي.

دغه موټرچلوونکي وايي چې د ټکسي رنګ بدلېدل له ۱۰ تر ۱۵ زره افغانیو پورې لګښت لري او دوی چې د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو ګټي، دغه لګښت نه‌شي پرې کولی.

ټکسي‌چلوونکي له ټرافیکو ریاست څخه غواړي چې د ټکسي رنګ بدلېدو پر ځای، له ښاره شخصي موټر ټول کړي، څو نه یوازې د دوی کاروبار سم شي، بلکې په ښار کې به د بیروبار کمېدو لامل هم شي. کابل کې یو موټرچلوونکی راشد وايي: «که دولت په دې برخه کې راسره همکاري وکړي، موږ د دې طرحې هرکلی کوو او خپل موټر رنګوو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ټکسي رنګ ژېړ و، خو اوس پر روښانه آبي او سپین رنګونو اوښتی دی. د ټرافیکو ریاست مسوولان د دغه کار موخه له نړیوالو معیارونو سره د دغو موټرو د رنګ برابرولی، د خلکو د امنیت ټینګښت او د فساد او غلا له منځه وړل یادوي.

د ټرافیکو ریاست عمومي رییس حسیب‌الله مختار وايي، د ښاري ټکسي لپاره د یوه مشخص رنګ، مشخصو قوانینو او معیارونو نه موجودیت د ګډوډۍ او ناامنۍ لامل شوي دي. د هغه په خبره، د نظم او امنیت ټینګښت لپاره د ټکسي موټرچلوونکي بایومټریک شوي او د هرې سیمې لپاره به د هغې سیمې د خلکو اړتیا ته په کتو ځانګړې شي.

مختار زیاتوي، هڅه کوي چې تر دې وروسته په ښار او له ښاره د باندې ټول تګ‌راتګ د هغو ټکسيانو په وسیله وشي چې له نوې طرحې سره یم یې رنګونه بدل شوي دي.

په همدې حال کې د ټرافیکو ریاست د پلان او احصایې مدیر عبدالودود خیرخواه وايي، د ښاري ټکسیانو د ښه تنظیم لپاره یې منظمه پالیسي جوړه کړې او په وینا یې، د ټکسي اوسنی رنګ نه معیاري دی او نه هم د کوم کوډ له مخې غوره شوی دی.

د ټرافیکو ریاست مسوولان وايي، اوس په ښار کې د سپرلیو نږدې ۷۰ سلنه تګ‌راتګ د شخصي موټرو په وسیله کېږي چې د ناامنۍ جوړېدو لامل هم شوي؛ ځکه د دغو موټرو مشخصات ناڅرګند دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام