د کندوز- خاناباد لارې یو شمېر مسافر وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې وسلهوال طالبان د کندوز – خاناباد لویه لاره په خپل کنټرول لاندې لري، خو له پرون راهیسې یې یو مخ د مسافر او تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
هغوی ټینګار کوي چې حکومت د دغې لارې د پرانيستلو لپاره هېڅ نه دي کړي.
چارواکي وايي، د کندوز – خاناباد لویې لارې پر سر د امنیتي ځواکونو پر ځینو پوستو د طالبانو د پرون ورځې له بریدونو وروسته، دوې پوستې د طالبانو له خوا نیول شوي او دوه سرتېري هم وژل شوي دي.
کندوز کې د محلي چارواکيو د خبرو بر بنسټ، د پوځ سرتېري د نواباد اندرابيها او عکس داوود له سیمو په شا شوي چې له کبله یې طالبانو له پرون راهیسې د کندوز – خاناباد لویې لارې کنټرول ترلاسه کړی او د تګ راتګ پرمخ یې تړلې ده.
د تخار، بدخشان، بغلان او کابل ولایتونو یو شمېر مسافر چې له دغې لارې تګ راتګ کوي وايي، د امنیتي ګواښونو له کبله چې د لارې د بندېدو لامل کېږي، اوسمهال د یو ساعت مزل په څلورو ساعتونو کې کوي.
د عتیق الله په نوم د دې لارې یو موټر چلوونکي سلاموطندار سره خبرو کې وويل، د عمومي لارې بندېدو دوی ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
د محمد نسیم په نوم یو بل موټروان چې همدا نن له بدخشانه کندوز ته راغلی، پر حکومت نیوکه کوي او وايي، حکومت د دغې لویې لارې د امنیت په ټینګولو کې ناکام دی.
نوموړی وايي، طالبان له تېرو څو میاشتو راهیسې د دې لارې کنټرول په لاس کې لري، خو حکومت هېڅ هم نه دي کړي.
هڅه مو وکړه د کندوز د امنیتي چارواکيو نظر هم ولرو، بریالي نه شوو.
خو د ملي دفاع وزارت د وياند مرستیال فواد امان وايي، دولت په پام کې لري چې ډېر ژر د دغې لویې لارې د امنیتي ستونزو له منځه وړلو لپاره عملیات وکړي او لاره د خلکو پر مخ پرانیزي.
په کندوز کې د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبان پلان لري چې د دې لارې ټول امنیتي کمربند ورټول کړي او له دغې لارې پر خاناباد ولسوالۍ برید وکړي.
دغه سرچینې زیاتوي، که امنیتي ځواکونو ته مرستې ونه رسېږي، ښايي دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ور شي.