د پکتيا د اريوب ځاځيو ولسوالي غرونه تر ډېره په طبيعي ځنګلونو پوښل شوي او يو شمېر کروندګر يې په هوارو ځمکو کې د چرسو بوټي کرل؛ خو سږ کال د دې ولسوالي يو شمېر کروندګرو هوډ کړی چې په‌خپلو ځمکو د نشه‌يي توکيو کښت نه‌کوي او د ولسي تړون پر بنسټ به نورې غلې دانې وکري.

د نشه‌يي توکيو د کښت د مخنيوي دغه ولسي تړون  د اريوب ځاځيو ولسوالي د سروڼي‌خېلو سیمه کې شوی دی.

د دې سيمې کروندګر احمدشاه وايي، دوی نشه‌يي توکي نه کري او په اړونده ادارو غږ کوي چې له کروندګرو سره د نورو فصلونو د کښت لپاره همکاري وکړي.

د اريوب ځاځيو اوسېدونکی ولي محمد ځاځی وايي، ولسي خلکو له ځايي ادارې سره هم ژمنه کړې چې په‌خپله سيمه کې به د چرسو کښت نه‌کوي.

ولي محمد ځاځی وايي، په دې برخه کې خلک  په‌خپله ژمنه ولاړ دي او له کرنې رياست څخه د همکاري غوښتنه کوي.

د پکتیا د کرنې ریاست مسولان وايي، د نورو ولسوالیو سربېره یې اریوب ځاځيو ته هم د غنمو اصلاح شوي تخمونه رسولي چې نږدې وخت کې به کروندګرو ته ورکړل شي.

د پکتيا ولايت  يو شمېر اوسېدونکيو نه يوازې په‌خپله سيمه کې د نشه‌يي توکيو د مخنيوي لپاره قومي تړون کړی، بلکې تر دې وړاندې د خپلو سيمو د امنيت او د ناوړه دودونو د مخنيوي لپاره يې هم خپل منځي قومي تړونونه کړي چې د سرغوړنې په وخت کې د نغدي جريمې تر څنګ  د کلي خلک اړ دي چې له سرغړونکي سره هر ډول ټولنيزې اړيکې پرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام