Asset 1SWN

جوزجان کې د اوبو کموالی؛ سږ کال ۷۰ سلنه کروندې له منځه تللي

6-2-q9n7zz0s92tifz2lnl1x8p1i3dclb6996d2z2ri360

جوزجان د هېواد په شمال کې د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او بزګرۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. خو د اوبو کموالی، د موسمي بارانونو نه اورېدل، پرله‌پسې وچکالۍ، د بوټو افتونه او د هوا تودوخه هغه ستونزې دي چې سږ کال یې د دغه ولایت کروندګرو ته سخت زیانونه اړولي دي.

یوشمېر کروندګر وايي، له یوې خوا پرله‌پسې وچکالۍ او بله‌خوا د مسوولانو او مرستندویه بنسټونو نه پاملرنې یې ستونزې څو برابره کړې دي. جوزجان کې یو کروندګر فضل‌محمد وايي چې سږ کال یې پر شل جریبه ځمکې للمي غنم او پر پنځه جریبه هم اوبه‌يیز غنم کرلي وو، خو د اوبو کموالي او د موسمي بارانونو د اورېدو له کبله یې کروندې له منځه تللي او ده ته یې سخت زیان اړولی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه زیاتوي: «سږ کال مې ټول غنم وسوځېدل، خو بیا هم خدای ته هیله‌مند یم. اوس مې جویه کړي پريښي. بیا هم خرچې نشم پوره کولای، پوروړی یم. پیسې مې په سود اخیستي. که دولت وي، باید د ټولو غږ واوري، ما سره هم مرسته وکړي. که د ملګرو ملتونو له لارې کېږي، که د دولت له لارې، خو چې موږ خپل حاصلات واخیستلی شوو. سږ کال مې له دوو تر دوه‌نیم لکه افغانۍ ولګولې او چې ډېرې لاس ته راشي، له ۲۰ تر ۳۰ زرو پورې به یې حاصلات شي او دا یې د کارګرۍ پیسې هم نه کېږي.»

د نوموړي په خبره، مسوول بنسټونه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش په برخه کې دوه‌ګونی چلن کوي او او مرستې اړمنو ته نه رسېږي.

هغه معلومات چې د جوزجان له ۱۰ ولسوالیو راټول شوي، ښيي چې کروندګر په روان کال کې نه‌شي کولای چې خپل لګښتونه بېرته ترلاسه کړي.

په جوزجان نکې یو بل کروندګر عبدالقیوم وايي چې د دغه ولایت کروندې هر کال د وچکالۍ له کبله بدتره کېږي او هر کال کروندګرو ته زیان اړوي. نوموړي چې پر ۱۲ جریبه ځمکې للمي غنم کرلي، د روان وضعیت په اړه اندېښمن دی او وايي چې سږ کال د غنمو حاصلات صفر ته ټیټ شوي او ډېری کروندګرو خپلې کروندې پر څړځایونو بدلې کړې دي.

هغه زیاتوي: «نورو کلونو کې لږ ښه و، سږ کال هېڅ نشته، وچ پاتې دي. اوس یوه ورځ کارګري هم پیدا کېږي او یوه ورځ نه پیدا کېږي. وچکالي ده، غنم وینئ چې همداسې وچ پاتې دي. افغانستان پر کرنې ولاړ دی. که همدا کرنه نه وي، افغانستان کې لوږه ده. زموږ وضعیت په صفر کې دی.»

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبادالله انصار وايي، سږ کال د موسمي بارانونو نه اورېدل او وچکالۍ د دغه ولایت کروندګرو ته سخت زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، سږ کال په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه کروندې له منځه تللي او دا ټکان ورکوونکې ده.

نوموړی وايي، د جوزجان ۱۸۶ زره هېکټاره ځمکه اوبه‌ییزه او ۱۳۹ زره هېکټاره هم للمي ده، خو سږ کال د وچکالۍ له کبله یوازې ۶۰ زره هېکټاره اوبه‌يیزه ځمکه کرل شوې او پر ۲۸ زره هېکټاره نورې هم للمي کرل شوي دي.

هغه زیاتوي: «ما سیمه له نږدې ولیدله او مې ارزوله؛ اوبه‌ييزې او للمي ځمکې مې ولیدلې. زموږ پوهاوی دا دی چې د خلکو نږدې ۷۰ سلنه کښتونه له منځه تللي او خلک زیانمن شوي دي. د همدې لپاره، ډېر بزګران/کروندګر او مال‌لرونکي موږ ته راځي، په دې برخه کې ډېر مراجعین لرو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وضعیت ماتېدونکی بولي او وايي، د کرنې وزارت باید د دې ستونزې د حل لپاره پر اغېزناکو تګلارو او پلانونو کار وکړي. د دوی په وینا، د دغو تګلارو له ډلې یوه یې د کرنې عصري کول دي چې تر ډېره کولای شي د کروندګرو د زیانمنېدو مخه ونیسي. ‎

د یادونې ده چې غنم، اوربشې، جواري، مالوچ، کنجد او زغر د جوزجان مهم کرنیز محصولات دي، خو سږ کال د اوبو کموالي له امله د درېوو برخو دوه هغه یې له منځه تللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام