Asset 1SWN

هلمند کې کروندګر: د سړوخونو نشتون له امله مو کرنیز محصولات له‌منځه ځي

۱

د هلمند یو‌شمېر کروندګر دغه ولایت کې د سړوخونو له نشتون د شکایت ترڅنګ وايي چې د سړوخونو نشتون له امله اړ دي چې مېوې او سبزیجات په ټيټه بیه وپلوري او یا هم له پلور وړاندې له‌منځه ځي.

دغه ګروندګر سلام‌وطندار ته وايي، د کرنیزو محصولاتو سوړ بازار او د هېواد نورو ولایتونو ته پر وخت د مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو نه لېږد له امله زیانمنېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د مارجې ولسوالي یوه کروندګر سیدولي وویل، که د محصولاتو د ساتنې زمینه ورته برابره شوې وای، محصولات به بل موسم ته ساتلی، خو په وینا یې، اوس د سړوخونو نشتون له امله یې محصولات خرابېږي.

نوموړي وویل: «اوس ارزانه دي چې ښاریان یوه خلته رومیان یوسي، درې-څلور ورځې یې کېږي، خلته ان لس افغانیو ته ښکته شوې چې موږ ته ګټه نه کوي.»

په ورته مهال د یاد ولایت د نادعلي ولسوالي یو اوسېدونکی عبدالجبار هم له ورته ستونزې سرټکوي او وايي چې د خپلو کرنیزو محصولاتو د نه خرڅلاو او ساتنې له امله له زیان سره مخ دی.

هغه وویل: «ما بینډۍ، رومیان او بادرنګ کرلي، یو خو امبار ګران وو، بل زموږ لاسته راغلي سبزيجات بل‌خوا ته نه وځي. دلته چې يې مو بازار ته راوړو نه خرڅېږي چې بېرته يې کورته یوسوو، هلته يې د ساتلو لپاره امکانات او سړې،خونې نه‌لرو ټول راباندې توان شي.»

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د تازه سبزیجاتو او مېوو هټیوال هم وايي، هغو موسمونو کې چې افغانستان کې تازه مېوه او سبزي نه وي، د واردېدونکې مېوې او تازه سبزیجاتو بیه له دې امله لوړه وي چې پر کور دننه تولیداتو ته زمینه نه وي برابره.

هټۍ‌وال احمد‌الله وویل: «زموږ سبزي‌جات د اوس لپاره ډېر بې‌قیمته دي، دوه منه بانجان یوازي په ۳۰ او شل افغانۍ دي، خو چې زموږ محصولات نه وي رسېدلي، پاکستاني بانجان بیا یو چارک له پنځوس څخه تر شپیته افغانیو ته رسېږي. دا چې موږ دوکانداران يې رانسو، موږ يې بیا په شپیته او په اویا افعانۍ ورکوو، پاکستانۍ بینډۍ خو ان یوازې یو چارک يې ۱۸۰ افغانۍ ته رسېږي، خو موږ بینډۍ بیا دوه منه خلته په شپیته افغاني وي .»

بل‌خوا د هلمندي کروندګرو او هټیوالو د شته ستونزو په اړه د دې ولایت محلي مسوولان وايي، په کرنیزه برخه کې د ستونزو مخنیوي لپاره يې هڅې پیل کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وویل: «د هلمند ولایتي ادارې د هلمندي کروندګرو دغه ستونزه له وړاندې درک کړې. د هلمند بېلابېلو دولتي ادارو له خصوصي سکتور سره په بار بار په تفاهم بحث کړی دی، امید شته چې د بزګرانو محصولاتو لپاره بازارموندنه او سړوخونو چاره وشي .»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د موسمي مېوو او سبزیجاتو د بیو او صادراتو په اړه د هلمندي کروندګرو شکایتونه داسي مهال دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې کروندګرو سره د سړوخونو د جوړېدو ژمنې کېږي، خو تراوسه نه دي عملي شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام