Asset 1SWN

ننګرهار کې د ځمکني توتانو کرکېله ډېره شوې

عکس

ننګرهار کې کروندګر وایي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کروندګرو له‌ لوري د ځمکني توتانو کښت زیات شوی دی.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د ځمکني توتانو دغه فصل تر ډېره په هغو سیمو کې کرل شوی چې پخوا به په‌کې کوکنار کرل کېدل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سلیم چې په خوږیاڼو ولسوالي کې یې پر دوه جریبه ځمکه ځمکني توتان کرلي وایي، له خپل کښت خوښ دی او غواړي چې راتلونکي کې پر نوره ځمکه هم ځمکني توتان وکري.

نوموړی ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او زیاتوي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي، ځکه خو یې کرکیله هم ورځ تربلې مخ پر زیاتیدو ده.

هغه زیاتوي: «دوه کاله کېږي چې د خوږیاڼو ولسوالي کې مې په پنځه جریبه ځمکه ځمکنی توت کرلي. خواري یې ډېر ده، خو ګټه یې ښه ده. هر یو جریب دوه لکه افغانۍ په سیزن کې ګټي. سوداګر یې کابل او نورو لایتونو ته انتقالوي او هر ډبي کې شپږ سوه ګرامه وي په ۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.»

په ورته مهال د بټي‌کوټ ولسوالي یو کروندګر عبیدالله بیا پر خپله دوه جریبه ځمکه ځمکني توتان کرلي دي. نوموړی له حکومت غوښتنه کوي چې د بازارموندنې ترڅنکدې د ځمکني توت ساتلو لپاره سړې‌خونې جوړې او د ځمکني توتانو د کرکېلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو او بسته‌بندۍ په موخه لازمې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.

هغه وویل: «مونږ مخکې غنم، جوار او نور فصلونه کرل، خو ګټه یې ډېره ښه نه وه، خو اوس مو چې ځمکني توتان کرلي، نو ګټه یې ډېره ده، له حکومت غوښتنه کوو چې باید له بزګرانو سره د بسته‌بندۍ، حاصلاتو ټولولو برخه کې مرسته وکړي او هم دې زموږ تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.»

د ننګرهار ځمکني توتان په ښه رنګ او خوند کې ډېر مشهور شوي، ګڼ‌شمېر پېردونکي هم لري چې له همدې کبله یې بازار هم ښه تود دی. حمید چې جلال‌اباد ښار کې ځمکني توتان پلوري وایي، پېردونکي یې ډېر او دوی هم ښه ګټه‌وټه ترلاسه کوي.

حمید وویل: «زه جلال‌اباد کې ځمکني توتان خرڅوم اخېستونکي یې ډېر زیات دی. له حکومت غوښتنه کوم چې باید د ځمکني توتانو کرکېله زیاته کړي چې هم به خلکو ته کار پیدا شي او هم به کروندګرو ته ګټه ورسیږي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېله زیاته شوې او هڅه کوي چې نوره هم پراختیا ورکړي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د کرنیزو خدماتو امر نعمت‌الله اکبري وایي، اوس د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي او په خبره یې، د ځمکني توتانو کرکېله ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده.

هغه سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل: «د ننګرهار په دره‌نور، سره رود، بهسود، بټي‌‌کوټ، خوږیاڼي او کامې ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي. هر جریب ۸۰۰ کیلو ګرامه حاصل ورکوي هڅه کې یو چې د ځمکني توتانو کرکېله نورو ولسوالیو ته هم وغځوو او هم ورته مناسب بازار پیدا کړو.»

بل لور ته بیا ننګرهار کې د کرنې د برخې یو‌شمېر متخصصین وایي، حکومت ته په کار ده چې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

د کرنې برخې متخصص احمدویس رسا سلام‌وطندار ته وویل، که د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره کار وشي، کروندګر به پر ځان بسیا او راتلونکې کې به نورو هېوادونو ته د وچې مېوې ترڅنګ سبزیجات او تازه مېوې هم صادرې کړي.

هغه وویل: «زموږ هېواد کې د کرنې لپاره ځمکې ډېرې دي، خو لاهم ورته زیاته پاملرنه نه ده شوې، حکومت باید نه یوازې د ځمکني توتانو، بلکې د کروندګرو ټولو محصولاتو لپاره ښه بازار پیدا کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ځمکني توتان چې له دې وړاندې به هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو را واردېدل، اوس د ننګرهار پر کرنیزو ځمکو کرل شوي، دغه توتان، د ننګرهار سربېره  پلازمېنې کابل او د هېواد نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام