د هېواد د شمالي ولایتونو ترکمنانو د انسان تښتوونکو له بنده د ۹ کلن عبدالرووف د لوڅو او پر زنځیر تړل شویو تصویرونو له خپرېدو سره سم خپل اعتراضونه بیا پیل کړل.

معترضانو نن په بلخ کې د حیرتانو دوه لارې، په جوزجان کې د جوزجان‌-‌بلخ پر لویې لارې د اقچې ولسوالي دوه لارې او په کندوز کې د شېرخان بندر لویه لاره وتړله.

معترضانو په جوزجان کې د جوزجان‌-‌بلخ پر لویه لاره پرلت وکړ او دا لاره یې وتړله. دوی پر حکومت تور پورې کړ چې د عبدالرووف په را خوشې کولو کې بې‌غوري کوي.

د جوزجان‌-‌بلخ لویه لاره

د جوزجان معترضان خبرداری ورکوي، که په دې برخه کې روانه بې‌غوري دوام وکړي، د دې لویې لارې د تړل کېدو تر څنګ به سوداګریز بندرونه، دولتي ادارې او د شمال لویه لاره هم وتړي.

د عبدالغفار دهقان په نوم یوه معترض سلام‌وطندار ته ویلي، سره له دې چې د عبدالرووف له تښتولو ۱۱۵ ورځې تېرېږي، خو حکومت په دې برخه کې هېڅ اغېزمن ګام نه دی اخیستی.

یوشمېر نور معترضان هم خبرداری ورکوي، که د حکومت بې‌غوري همداسې روانه وي، دوی به د حکومت پر وړاندې هم ودرېږي او د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازه به وتړي.

د جوزجان معترضان

د جوزجان د اقچې ولسوال غلام‌سخي سبحاني هم مني چې معترضانو یاده لویه لاره تړلې ده. بله‌خوا سلګونه موټر د جوزجان‌-‌بلخ لویې لارې دواړو خواوو ته له ساعتونو راهیسې ولاړ دي او د تګ‌راتګ اجازه نه لري.

یوشمېر مسافر چې ناروغان لري وايي، د حکومت بې‌غورۍ له دغه وضعیت سره مخامخ کړي او په وینا یې، ژرترژره دې په دې برخه کې اقدام وکړي.

په همدې حال کې د کندوز سلګونو ترکمنانو هم د عبدالرووف را خوشې کولو په اړه اعتراض وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د شېرخان بندر لویه لاره وتړله.

د کندوز معترضان

معترضان وايي، که د بلخ ولایتي او د حکومت مرکزي ادارې ژرترژره د عبدالرووف را خوشې کولو په برخه کې جدي اقدام و نه کړي، د سترو لاریونونو او مدني اعتراضونو تر څنګ به د شېرخان بندر مواصلاتي لاره وتړي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي هم له حکومته غواړي چې ژرترژره د خلکو غوښتنو ته پام وکړي. د نوموړي په وینا، خلک حق لري چې د دغو بې‌عدالتیو پر وړاندې غږ اوچت کړي؛ ځکه په وینا یې، تر اوسه یې د یاد ماشوم د را خوشې کولو لپاره لازم اقدام نه دی کړی.

د کندوز معترضان

د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، بېګاه یې د عبدالرووف د را خوشې کولو لپاره اته عملیات کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ځینې کسان چې د داعش ډلې پورې تړلي، نیولي دي. نوموړي د نیول شویو کسانو په اړه نور جزیات ور نه کړل او په وینا یې، د دغو اتو عملیاتو په کولو سره بیا هم و نه توانېدل چې عبدالرووف د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوري.

د بلخ امنیه قوماندان سیدمعراج‌الدین سادات هم وايي چې تر اوسه یې د عبدالرووف د را خوشې کولو لپاره ۲۸ عملیاته کړي او یوشمېر کسان یې هم نیولي دي، خو په خبره یې، ځینې نیول شوي کسان یې د لازمو سندونو او شواهدو د نه موجودیت له کبله بېرته خوشې کړي دي.

عبدالرووف چې ۹ کاله عمر لري، شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د مزارشریف ښار له څلورمې امنیتي حوزې نه د وسله‌والو له لوري چې نظامي جامې یې اغوستې وې، وتښتول شو. انسان‌ تښتوونکو د هغه له تښتولو وروسته  د عبدالرووف له کورنۍ نه دوه میلیونه ډالره وغوښتل او تر اوسه یې دغه ماشوم نه دی خوشې کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام