د بلخ سلګونو اوسېدونکو نن په یوه لاریون کې له دولت نه وغوښتل چې عبدالرووف پیدا او د انسان تښتوونکو له منګولو یې وژغوري. دغو معترضانو د حکومت محلي او مرکزي ادارې ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ، څو یاد ماشوم را خوشې کړي.

معترضان خبرداری ورکوي، که حکومت په درې ورځو کې عبدالرووف را خوشې نه کړ، یو ځل بیا په دغه ولایت کې دولتي ادارې او بندرونه وتړي.

د عبدالرووف پلار محمدنبي په دغه لاریون کې د خپل زوی د را خوشې کولو په برخه کې حکومت پر چوپتیا تورن کړ او په وینا یې، د حکومت دا چوپتیا د شرم وړ او خونړۍ ده او د دوی غږ هم نه اوري.

د عبدالرووف کورنۍ او خپلوان پر دولت تور پورې کوي چې د عبدالرووف د را خوشې کولو په برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او کمزوری دی. دوی خبرداری ورکوي، که د پرلت او مدني اعتراضونو تر څنګ به د ملګرو ملتونو دروازې ته هم ورشي.

د بلخ مسوولان د انسان‌ تښتوونکو او د عبدالرووف د ساتنې ځای په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د یاد ماشوم د را خوشې کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د عبدالرووف د کورنۍ غړي او د بلخ اوسېدونکي داسې مهال حکومت ته ۷۲ ساعته وخت ورکوي چې ولسمشر غني او د هغه لومړي مرستیال شاوخوا درې اوونۍ مخکې د دغه ماشوم له کورنۍ سره ژمنه وکړه چې تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې به یې زوی له انسان تښتوونکو را خلاص شي. ولسمشر او امرالله صالح ویلي و، که د بلخ امنیتي مسوولانو په یاده موده کې عبدالرووف را خوشې نه کړ، له دندو به یې لرې کړي. اوس له سلو ورځو ډېره موده کېږي چې د دغه ماشوم د تښتوونکو او د هغه د ساتلو ځای په اړه هېڅ معلومات نشته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام