بلخ کې سږ کال د جنډې پورته کولو مراسم د زرګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ګډون سره په امن کې تېر شول. که څه هم هر کال به په دغو مراسمو کې د حکومت مرکزي ادارې لوړپوړو چارواکو ګډون کاوه، خو سږ کال د ناڅرګندو لاملونو له کبله نه وو ورغلي.

د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې سږ کال به په دولتي ادارو کې کاغذپرانۍ ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي د بلخ سوداګرو ته هم ډاډ ورکړ چې د ستونزو لرې کولو لپاره به یې عملي ګامونه اوچت شي.

هغه د سولې خبرواترو ته په اشارې وویل، د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرواترو لپاره اوربند یوه مهمه اړتیا ده چې باید وشي.

په همدې حال کې د بلخ د ولایتي شورا رییس محمدافضل حدید بیا له طالبانو وغوښتل چې له ځان غوښتنې تېر شي او سولې ته غاړه کېږدي، څو په هېواد کې د بې‌ګناه کسانو د وینې تویولو مخه ونیول شي.

بله‌خوا بلخ ته یوشمېر تللي مېلمانه په امن کې د سره ګل جشن جوړېدو په اړه خوښي ښيي او له حکومت نه غواړي چې روان کال په هېواد کې سوله راولي.

د سره ګل جشن سږ کال په بلخ کې له سختو امنیتي تدابیرو سره جوړ شو چې امنیتي ځواکونو یې د امنیت ټینګښت لپاره له څو اوونیو راهیسې زیار ګاللی و. د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د دغه جشن د جوړولو لپاره یې له درې زرو ډېر امنیتي ځواکونه د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او ولسوالیو کې ګومارلي وو.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام