Asset 1SWN

حکومت د اداري فساد له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ بریاوې نه لري

Danish-5-ozlyf2vu6vev12xzrwzogt228dfgx62nrrd86x0o7c

 

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، حکومت وروستیو پنځو کلونو کې د اداري فساد له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ بریالیتوبونه نه لري. نوموړي چې نن د ډېسمبر نهمې نېټې له اداري فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې وينا کوله وویل، کلونه کېږي چې فساد د افغانستان دولتي بنسټونو کې ریښې کړي او د هېوادوالو ترمنځ یې د فقر لمن پراخه کړې ده.

د ولسمشر د دویم مرستیال په باور، هېواد کې دوامداره جنګ او تاوتریخوالی، هېواد کې د فساد، مافیا، قاچاق او نورو جرایمو فعالیت ته زمینه برابره کړې ده.

سروردانش رسنیو کې د فساد کموالي په برخه کې د څېړنيزو راپورونو له خپرېدو هرکلی کوي او وايي، څېړنيز راپورونه هېواد کې د فساد افشا کولو لپاره یوازینۍ وسیله ده او باید ورڅخه ملاتړ وشی.

فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته د ډنمارک سفیر میت‌کنودسن وویل، ۲۰۱۸ کال کې ټر ټولو زیات فساد د ټولنې بې‌وزله کسانو له خوا ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه کال کې ۱.۷ میلیارده افغانۍ د بې‌وزله خلکو له لوري دولتي بنسټونو ته د بډو په توګه ورکړل شوې دي.

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال بیا دغو مراسمو کې وویل، دغه وزارت اداري فساد سره د مبارزې لپاره خپل د عایداتي برخې شاوخوا دوه زره کارکوونکي چې په فساد تورن وو، لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

اخوا اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون مشر عبدالقیوم نظامي دغې غونډه کې وویل، دغه کمیسیون د ولسمشر غني په فرمان اداري فساد سره د مبارزې په موخه په ۵ غړيو سره جوړ شوی دی.

د نظامي په باور، هېواد کې د اداري فساد د موجودیت یو مهم لامل، د موازي او مشابه ادارو موجوديت دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام