د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي چې حکومت د هغو وکیلانو خپلوان له دندو ګوښه کوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې ته یې سور کارت کارولی، څو وینا یې، پر دوی فشار راوړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت د سیاسي او اداري اخلاقو له په پام کې نیولو پرته د غچ اخیستو په توګه د وکیلانو خپلوان له دندو ګوښه کوي. د نوموړي په وینا، یادو کسانو کلونه د نظام لپاره خدمت کړی او لرې کېدل یې له سیاسي اخلاقو لرې دي.

د ولسي جرګې غړي حبیب‌الرحمان پدرام هم وايي چې حکومت د هغو وکیلانو خپلوان له دندو ګوښه کوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې ته یې سور کارت پورته کړی دی.

حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. د ولسي جرګې پر غړیو دا تور شته چې په دولتي ادارو، په تېره، مهمو ځایونو کې د خپلوانو په ګومارلو کې لاس لري.

ولسي جرګې تر اوسه دوه ځله د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړې ده. د جرګې د غړیو په وینا، لومړی ځل یې په بودیجه کې د ۱۷ تخطیو او دویم ځل هم د ۱۹ تخطیو له کبله رد کړې ده.

د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجه درېیمه مسوده نن کابینې ته وړاندې شوې او ټاکل شوې تر تاییدولو وروسته بیا ولسي جرګې ته ولېږل شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ولسمشر محمداشرف غني ته په خطاب کې وویل چې د وزیرانو د ګوښه کولو پر ځای دې، د سرپرستۍ کلتور ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي د مالیې پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال ګوښه کول چې د دې جرګې له لوري د باور رایه ورکړل شوې وه، هم ناموجه یاد کړل.

هغه له ولسمشر نه وغوښتل، څو د هغو وزارتونو لپاره چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، وړ کسان دې جرګې ته ور وپېژني. اوس د ښځو چارو، د کلیو بیار رغونې او پراختیا، د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور، د عامې روغتیا او مالیې وزارتونه او دغه راز د افغانستان بانک د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام