د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد سلاموطندار ته وايي، د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې کارکوونکيو د ولایتي چارواکيو په همکارۍ د ياد ولايت ښاروال غلامحضرت مشفق له خپلو ۹ کارکوونکيو سره يو ځای د اختلاس او د دولتي عوایدو د حيف او ميل په تور نیولي دي.
د نوموړي په وينا، دغه کسان د ښاروالۍ د عوايدو د ميليونونو افغانيو د حيف او ميل په تور نيول شوي دي.
فرهاد وايي چې دغو کسانو څومره پيسې حيف او ميل کړي دا به له څېړنو وروسته روښانه شي.
هراتيان هم د هرات ولايت د ښاروالۍ د عوايدو د حیف او ميل په اړه شکايت کوي او وايي، په دې اداره کې هره ورځ ميليونونه افغانۍ حيف او ميل کېږي.
خو د کورنيو چارو وزارت طارق ارین پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د هرات ښاروال له ۷ همکارانو سره د اداري فساد او بډې اخيستو په تور د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لويي څارنوالۍ تېره ورځ د هرات د اوسني والي سید عبدالوحید قتالي، د عامې روغتیا ريیس عبدالحکیم تمنا او د ولایتي شورا د يو شمېر غړيو احمد کروخي، نجیبالله محبي او غلام حبیب هاشمي په ګډون د ۲۱ کسانو دوسيې چې د کرونا پر ضد د مبارزې د ۲۰ ميليونه افغانيو بوديجه کې په فساد تورن دي، محکمې ته لېږلې دي.