وروسته له هغې چې پر حکومت د ولسي جرګې د یو‌شمېر غړو او د روڼتیا څار بنسټ له لوري د اداري فساد تورونه ولګول شول، د پلټنې ادارې رییسې غزال حارث له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د پلټنې ادارې رییسې غزال حارث پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه اداره کې له دوو کلونو خدمت کولو وروسته له خپلې دندې استعفا کوي. مېرمن حارث ویلي چې په دې موده کې یې دوه ځلې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې وه، خو د نوموړي له لوري نه ده منظور شوې.

مېرمن حارث له خپلې دندې د استعفا لامل نه دی په ګوته کړی، خو هیله یې څرګنده کړې چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو واحد لیدلوری ولري.

غزال حارث دوه کاله وړاندې په ۱۳۹۸کال کې د ولسمشر په حکم د پلټنې ادارې د رییسې په توګه ګومارل شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ۱۳۹۹کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پراساس د پلټنې ادارې ته لارښوونه وشوه چې د کورونا ویرووس پر وړاندې د لګښټونو د مدیریت او څرنګوالي په برخه کې پلټنه وکړي. د دغې ادارې له څېړنو وروسته وموندل شوه چې د کورونا ویرووس لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې فساد شوی او د دې ادارې له څار وروسته د کورونا په برخه کې بودجه وسپمول شوه.

مېرمن حارث وړاندې له دې چې د پلټنې ادارې رییسه شي، د اساسي قانون د تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون غړېتوب یې درلود او د خپلې دندې پرمهال یې په وار وار د اساسي قانون د نقض په اړه څرګندونې کړې وې.



د پلټنې ادارې رییسه په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا ورکوي چې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یو‌شمېر غړو پر حکومت د پراخ فساد له امله نیوکې ډېرې شوي او حکومتي چارواکي په فساد کې ښکېل بولي.

د پلټنې ملي اداره د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پراساس رامنځ ته شوې او په ۱۳۹۸کال کې یې خپل کار پیل کړی دی. دغه اداره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومتي لوړپوړو چارواکو پر کړنو د روڼتیا او حساب ورکولو ترڅنګ، د اداري فساد پر وړاندې د ملي تګلارې موخو ته د زمینې برابرولو سربېره، د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې تړون او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خلکو یوځای راټولو ته د زمینې برابرول په ګوته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام