د پلټنې ادارې یوه کال کې ۲،۸ میلیارډه افغانۍ د دولت خزانې ته اچولي

د پلټنې عالي ادارې مسوولانو چې نن یې خپل کلنی راپور رسنیو ته وړاندې کاوه، وویل چې دغې ادارې د بېلابېلو سندونو، لکه د مالیې په ورکړه کې د ځنډ، ګمرکي محصولاتو، د مالیې لږ سنجول او بیو کې یې د توپیر په ارزولو سره ۲،۸ میلیارډه افغانۍ د دولت خزانې ته اچولي دي.

د پلټنې ادارې رییسې استعفا وکړه

د پلټنې ملي ادارې رییسې غزال حارث پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه اداره کې له دوو کلونو خدمت کولو وروسته له خپلې دندې استعفا کوي. مېرمن حارث ویلي چې په دې موده کې یې دوه ځلې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې وه، خو د نوموړي له لوري نه ده منظور شوې.