د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د ۱۴۰۰کال په لومړيو درېو میاشتو کې یې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضيې ثبت او ورته رسېدنه کړې چې له ډله یې ۱۲۷۶ قضيې عادي او پاتې ۷۷ قضي بیا د اداري فساد اړوند د درنو جرمونو قضیې دي.

د نوموړي په وینا، په ثبت شویو قضیو کې یې ځینې د اداري فساد پر وړاندې د عادي څارنوالۍ له لوري او یو‌شمېر یې هم د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضایي مرکز له لوري ثبت او څېړل شوي او ځيني یې تر کار لاندې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د لویې څارنوالۍ د ویاند په وینا، د اداري فساد پر وړاندې د ټولو ثبت شویو قضیو له ډلې یې ۸۷۹ ملکي او ۳۹۷ یې نظامي قضیې دي چې په تړاو یې ۱۴۲۴کسان نیول شوي دي. دغه کسان د رشوت اخیستلو، له دندې څخه د ناوړه ګټه اخیستنې، غلاوو او یو‌شمېر نورو جرمونو له امله پړ بلل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام