د اداري فسار پر وړاندې د مبارزې کمېسیون رییس عبدالقیوم نظامي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له اداري فساد سره د مبارزې د روڼتیا د ژمې نړیوال سند لاسلیک کړ.

د دغه سند پر بنسټ، د افغانستان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون سره ژمنه کړې چې په هېواد کې به له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په رڼه توګه اقدامات نه کوي او مدني ټولنه به د دغه بهیر یوه برخه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون رییس وایي چې په نړیوالو راپورونو کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د هڅو یادونه، فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د هڅو او کړنو په اړه د نړیوالې ټولنې د قناعت ښکارندوینه کوي.

په ورته مهال د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون مرستیال فرخ‌لقا اونچي‌زاده په دې ناسته کې وایي چې د دغه سند لاسلیک د افغانستان حکومت دې ته اړ باسي چې د فساد په برخه کې د خپلې ارزونې بشپړ پلان له مدني ټولنې او ولس سره شریکې کړي.



د روڼتیا ژمنو سند د نړیوال اېتلاف له لوري د ملګرو ملتونو سازمان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کنوانسیون ته پلي کولو په موخه د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون ته سپارل شوی دی.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، تراوسه ۲۷ هېوادونو دغه ژمنلیک لاسلیک کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام