د سولې لپاره دوامداره او پیاوړې هڅې او د ۲۰۲۰میلادي کال د جینوا د ناستې پایلې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت ګامونه بلل کېږي. خو له دې سره سره که چېرې د سولې بهیر بریالیتوب ته هم ورسېږي، افغانستان اقتصادي ثبات ته د رسېدو لپاره اوږده لار پر وړاندې لري. د فساد پر وړاندې مبارزه، د سمون او اصلاحاتو راوستو سربېره د ټولنې او دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دولت د مهمو بنسټونو ظرفیت لوړول او تلپاتې سوله په افغانستان کې ډېره اړینه ده.

د فساد د مخنیوي او په فساد ښکېلو کسانو ته د جزا ورکولو لپاره د افغانستان نړیوالې قانوني ژمنې، د فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو د  ۲۰۰۳ کال د کنوانسیون څخه سرچینه اخلي چې افغانستان دغه کنوانسیون د ۲۰۰۴کال په فبرورۍ کې لاسلیک او د ۲۰۰۸میلادي کال د اګست پر ۲۵نېټه تصویب کړ.

افغانستان د فساد پر واړندې د مبارزې په برخه کې دوامداره لاس ته راوړنې درلودلي دي، خو دغه هېواد د فساد پر وړاندې د بریا لپاره اوږده لار په مخ کې لري. له فساد سره مبارزه پېچلې کړنه ده، خو د قانون پلي کولو، د بنسټونو پیاوړتیا، د سیسټمونو رامنځ ته کول، ډیجیټالیزم، د سیاسي هوډ شتون او همداراز د سولې او امنیت له لارې دغه پېچلتیا، له منځه وړل کېدای شي.

په داسې حال کې چې افغانستان د خپلو بنسټونو پر بیارغونه بوخت و، ډنمارک له دغه هېواد سره په وروستیو دوو لسیزو کې د قانون او عدالت په برخه کې یو له پیاوړو ملاتړ کوونکو څخه وو چې د افغانستان ترڅنګ ولاړ و. ډنمارک د دولت د داخلي لګښتونو او هم په نړیواله کچه د خپلو پراختیایي بودیجو د استفادي لپاره د «فساد کچه صفر ته ټیټول» سیاست له لارې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې له اقداماتو د ملاتړ له لارې خپله ونډه په سمه توګه سرته رسولې ده.

ډنمارک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له پراختیایي پروګرام سره د همکارۍ له لارې، له فساد سره پر مبارزې، د روڼتیا رامنځ ته کولو او یووالي په برخو کې مالي ملاتړکړی. د (Action)پروژه په افغانستان کې په عدلي او قضایي بنسټونو کې د ادارو او د خلکو د ګډون د زیاتوالي او له باور جوړونې څخه ملاتړ کوي. همداراز دغې پروژې په دولتي برخه کې په لوړه کچه له فساد سره، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي مرکز د ظرفیت لوړولو ملاتړ کړی او د عامه ګډون په تړاو دغه پروژه بیا په دولت کې دننه د باور جوړولو لپاره له مدني تولنو سره همکاري کوي.

د کوریا جمهوریت په دې برخه کې د پرمختګ منزل ته چټک ځان رسولی. کوریا هغه هېواد دی چې د ۱۹۵۰مې لسیزې د جګړې له ایرو را پورته شو او د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان (OECD) ترڅنګ یې د مرستې او پراختیا کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ. دغه هېواد د کالونو په اوږدو کې له فساد سره د مبارزې د څرنګوالي په برخه کې ډېرې تجربې او زده‌کړې پنځولي دي.

   له (ACTION) پروژې څخه ملاتړ چې د ډنمارک هېواد له لوري مالي حمایه کېږي، په سیول کې د یو‌ان‌ډي‌پي د پالیسۍ مرکز او د کوریا جمهوري سفارت په همکارۍ د لویې څارنوالۍ اړوند د اداري فساد پر وړاندې د عدلي مرکز او له فساد سره د مبارزې تازه جوړ شوي کمېسیون سره د تجربو د شریکولو یوه ناسته جوړه کړې وه، په دې ګډه ناسته کې دا څرګنده شوه چې له فساد سره د مبارزې کمېسیون او د جمهوري کوریا مدني حقونه (ACRC) څرنګه د فساد د مخنیوي لپاره له شته ابزارو کار اخیستی. دغه ابزار په لاندې ډول دي:

  1. په عامه بنسټونو کې له فساد څخه د مخنیوي (AIA)او له هڅو څخه د څارنې لپاره له فساد سره د مبارزې د ابتکار تشخیص.
  2. په قوانینو او لوایحو کې د فساد د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د (CRA) د فساد د ګواښونو ارزونه.

دغو ابزارو وکولای شوای چې اې‌سي‌ار‌سي ته یوه بریالۍ لار ور په برخه کړي چې (آې‌سي‌ار‌سي) د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې وکولای شوای چې له دې لارې دولتي او خصوصي سازمانونه دې ته اړ باسي، څو د فساد پر وړاندې مبارزه بنسټیزه کړي او د فساد پر وړاندې ښکاره لید لوري عملي کړي. د کوریا تجربه د فساد پر وړاندې د دولتي ادارو په ټولو فعالیتونو کې د ادغام د ارزښت ترڅنګ د فساد پر وړاندې د تلپاتې حاکمیت د خدمتونو د وړاندې کولو د کړنلارو روښانه کول هم په کوته کوي.

فساد د افغانستان لپاره یوه اساسي مسله ده، لکه څنګه چې دغه هېواد د جینوا په ناسته کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې له  افغانستان سره ژمنه وکړه. دغه موضوع له افغانستان سره د همکاریو په اډانه کې د ملاتړ د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې یو له مهمو شرطونو څخه شمېرل کېږي.

د ملګرو ملتونو لپاره له فساد سره مبارزه د تلپاتې توسعې یا (اس‌ډي‌جي) ته د رسېدو لپاره یوه مهمه موضوع ده. «اس‌ډي‌جي» د فساد او سوله‌ییزې ټولنې ترمنځ روښانه تړون رامنځ ته کوي. دغه بنسټ او موخې یې د رشوت په راکمولو، د بنسټونو پیاوړتیا او اطلاعاتو ته لاسرسی نه یوازې دا چې هیلې دي، بلکې د تلپاتې توسعې لپاره مهم شرط هم ګڼل کېږي.

عبدالله الدرداري

د فساد پر وړاندې مبارزه ستونزمنه چاره ده چې دوامداره هڅو او ژمنتیا ته اړتیا لري، دا یو دوامداره بهیر دی چې نه یوازې د دولتي بنسټونو ګډون ته، بلکې د بنسټونو د ځواب ویلو لپاره د خلکو ګډون، روڼتیا رامنځ ته کول، مسوولیت منل او ټولنې ته د یوشان خدمتونو برابرولو ته هم اړتیا لري.

خوشحاله یو چې د افغانستان د لويې څارنوالۍ له فساد سره د مبارزې کمېسیون او له اداري فساد سره د مبارزې عدلي مرکز، د فساد د مخنیوي، ارزونې، قانوني څار او رسېدنې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي دي. د فساد پر وړاندې مبارزه د بنسټونو پیاوړتیا ته اړ دي چې د فني او بنسټیزې ظرفیت جوړولو له لارې په تلپاتې توګه رامنځ ته کېږي.

د ډنمارک او کوریا جمهوریت د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لارې د فساد د مخنیوي او له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان له هڅو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. دا یوه اساسي مسله ده چې د ټولو لوبغاړو ترمنځ له همغږۍ پرته او په جلا جلا د هڅو تر سره کول به مونږ خپلو موخو ته ونه رسوي. ښايي راتلونکی له خنډونو ډک وي، خو که مونږ له دغه هېواد سره د فساد پر وړاندې په مبارزه کې همکاري او یوځای عمل وکړو، کولای شو خپلو موخه ته ورسېږو.

سرچینه: د ملګرو ملتونو سازمان

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام