حکومت د اسلام‌قلعه ګمرک د اورلګېدنې په پېښه کې زیانمنو شویو ته غرامت ورکوي

د هرات ولایت په اسلام قلعه ګمرک کې د زیانمنو شویو موټرچلوونکو استازي بصیر ارین نن په دغه ولایت کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې له درې نیمو میاشتو عدالت غوښتنې وروسته په دې بریالي شوي چې دوه ورځې وړاندې له دولت سره هوکړې ته ورسېږي او په وینا یې، دولت دا منلې چې زیانمنو شویو موټرچلوونکو ته به د غرامت په توګه ۸میلیونه ډالر ورکوي.

ولسي جرګه حکومت د هېواد د امنیت په ټينګښت کې پاتې بولي

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یو‌شمېر وکیلانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو او تاوتریخوالي د ډېروالي له امله اندېښنه وښوده او وې وویل چې د وسله‌والو طالبانو بریدونه د ولسوالیو او د ولایتونو تر مرکزونو رارسېدلي دي.

شنونکي: د طالبانو د مشر حضور او یا نه شتون یې د سولې پر خبرو کوم اغېز نه لري

په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن د افغان دولت د مرکچي پلاوي ځينې غړي د مذاکراتو د بیا پیل په موخه دوحې ته سفر وکړي او په نیږدې راتلونکې کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه تمې ډېرې شوي، خو د طالبانو د مشر د نه شتون په اړه څرګندونې به د سولې پر پروسې څه اغېز ونه لري.

سوله او د افغانستان بریالیتوب له فساد سره پر مبارزې ولاړ دي

د سولې لپاره دوامداره او پیاوړې هڅې او د ۲۰۲۰میلادي کال د جینوا د ناستې پایلې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت ګامونه بلل کېږي. خو له دې سره سره که چېرې د سولې بهیر بریالیتوب ته هم ورسېږي، افغانستان اقتصادي ثبات ته د رسېدو لپاره اوږده لار پر وړاندې لري. د فساد پر وړاندې مبارزه، د سمون او اصلاحاتو راوستو سربېره د ټولنې او دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دولت د مهمو بنسټونو ظرفیت لوړول او تلپاتې سوله په افغانستان کې ډېره اړینه ګڼل کېږي.