د هرات ولایت په اسلام قلعه ګمرک کې د زیانمنو شویو موټرچلوونکو استازي بصیر ارین نن په دغه ولایت کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې له درې نیمو میاشتو عدالت غوښتنې وروسته په دې بریالي شوي چې دوه ورځې وړاندې له دولت سره هوکړې ته ورسېږي او په وینا یې، دولت دا منلې چې زیانمنو شویو موټرچلوونکو ته به د غرامت په توګه ۸میلیونه ډالر ورکوي.
هغه وایي، د دولت له لوري د اسلامقلعه ګمرک د اورلګېدنې د پېښې د څېړنې پلاوي دا موندلې چې په دغه پېښه کې ۱۲۵۴ بار وړونکي موټر او د ۳۳میلیونو ډالرو په ارزښت د تېلو ټانګرونه سوځېدلي دي.
د نوموړي په وینا، د شویو څېړنو او پلټنې له مخې، په دغه پېښه کې د ۴میلیونه ډالرو په ارزښت موټرونه سوځېدلي چې د وسپنې د خرڅلاو ترڅنګ یې د دولت له لوري د ۸میلیونه ډالرو په مرستې سره به هر زیانمن شوي د موټرو مالکانو ته به ۱۰زره ډالر ورکړل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامقلعه په ګمرک کې د زیانمنو شویو موټرو د مالکانو استازی وایي، د څېړنې پلاوي موندنې همداراز ښايي (TCRC) شرکت چې په اسلامقلعه ګمرک کې د اوبلن کازو د نمونې اخیستنې مسوولیت یې پرغاړه درلوده، د اورلګېدنې د پېښې اصلي پړ بلل شوی دی.
د «TCRC» شرکت له مالیې وزارت سره قرارداد لري او اوس دولت له دغه شرکت څخه د خسارې د پیسو اخیستو لپاره نړیواله محکمه کې حقوقي دعوا خلاصه کړې. که دغه محکمه تورن شرکت پړ وبولي، نو اړ دی چې د افغانستان دولت ته په اورلګېدنه کې د اوښتو زیانونو په بدل کې ۳۳میلیونه ډالر خساره ورکړي.
د بار وړونکو موټرو د زیانمنو شویو مالکانو او د دولت ترمنځ د شوې هوکړې پراساس هر وخت چې د «TCRC» شرکت ۳۳میلیونه ډاالر خساره دولت ته ورکړي، ۸میلیونه به یې دولت ته او پاتې نور به یې د زیانمنو شویو کسانو ته ورکړل شي.
- هرات کې اورلګېدنه؛ د ګازو دوو شرکتونو ته یو میلیون ډالره زیان اوښتی
- هرات کې د لویو لارو تړل کېدل؛ د خوراکي توکو او تېلو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوي
- هرات کې د باروړونکو موټرو د مالکانو اعتراض دویمې ورځې ته وغځېد
د زیانمنو شویو موټرو د مالکانو استازی وایي چې که د «TCRC» شرکت پر وړاندې د دولت دعوا پایله ورنه کړي، دغه زیانمن شوي به د دولت پر وړاندې خپله دعوا له سر پیل کړي.
یوشمېر هغه کسان چې د هرات د اسلامقلعه ګمرک په اورلګېدنه کې یي موټرسوځېدلي، د حکومت له لوري د ۸میلیونه ډالرو ورکړه ناڅېزه بولي او ټينګار کوي چې پاتې پیسې یې هم باید د نړیوالې محکمې له څېړنې وروسته، د دغه شرکت له لوري ورکړل شي.
د تېرکال د سلواغې میاشتې په ۲۵نېټه د اسلامقلعه په ګمرک کې اورلګېدنه شوې وه چې په دې پېښه کې د وارداتي ټوکو د زرګونو موټرو ترڅنګ، د اوبلن کازو نږدې ۳۷۰ټانکر په بشپړه توګه وسوځېدل.