Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان کې د خوندیتوب کمربندونو نه کارېدل؛ پولیس: میکانېزم او د عامه پوهاوي امکانات نه لرو

بستن+کمربند+ایمنی

له یوې خوا خلک د ښار منځ او له ښاره په بهر سفرونو کې د خوندیتوب کمربندونه نه کاروي، بله‌خوا د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې د خوندیتوب کمربندونو د کارولو په اړه کوم میکانېزم او د عامه پوهاوي وسایل نه لري.

د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسي مدیر عبدالودود خیرخوا وايي چې دغه ریاست نه یوازې خلکو ته د خوندیتوب کمربندونو د کارونې په اړه د وړاندې کولو څه نه لري، بلکې په دې برخه کې پالیسي نشته او دوی د موټرچلوونکو د جریمه کولو واک هم نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه زیاتوي: «په اسلامي امارت کې ټرافیکي جریمې په بشپړه توګه له منځه تللي. په اسلامي شریعت کې د پیسو اخیستل یا جریمه بنده ده. د ټرافیکو پولیس اوس پر واټونو د جریمې اخیستلو واک نه لري. د ټرافیکو پولیس د عامه پوهاوي شرایط او د هغه میکانېزم نه لري.»

په همدې حال کې خلک او د ښاري موټرو چلوونکي مسوولان پړه بولي او وايي، د ټرافیکو پولیس د خوندیتوب کمربندونو کارول نه څاري او خلک هم ورته پام نه کوي.

کابل ښار کې یو موټرچلوونکی شاه‌اغا وايي، دوی اړ دي چې هر لوري ته لږترلږه پنځه کسان ولېږدوي، خو موټر یې یوازې د خوندیتوب درې کمربندونه لري. د نوموړي په وینا، خلک د دغو کمربندونو په کارولو کې بې‌غوري کوي او د ټرافیکو پولیس باید دا ستونزه حل کړي.

په کابل ښار کې د یوې ټکسي چلوونکی عبدل هم وايي چې پولیس او خلک دواړه باید د خوندیتوب کمربندونو کارولو ته پام وکړي.

په همدې حال کې یوشمېر هېوادوال بیا وايي چې خلک د خوندیتوب کمربندونو د کارولو په اړه لازم عامه پوهاوی نه لري. د کابل ښار اوسېدونکی نویدالله وايي چې خلک د ټرافیکو نه پاملرنې له کبله د خوندیتوب کمربندونه نه کاروي، خو که ټرافیک یې جدي وګڼي او سرغړوونکي یې جریمه کړي، خلک به یې هم وکاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د ټرافیکو عمومي ریاست د کنټرول او ساتنې مدیر محمدنواب ساپی وايي: «په ډېره ټرافیکي پېښو کې، په تېره پر لویو لارو د همدغو کمربندونو نه کارولو له کبله خلکو زیان اوړي. که وغواړو چې قانون او ښاري نظم عملي کړو، یوازینۍ لاره یې د ښاري ملي‌بسونو پر پښو درول دي.»

افغانان داسې مهال د خوندیتوب کمربندونو نه کارېدو برخه کې د ټرافیکو پر بې‌غورۍ نیوکه کوي چې تر اوسه د خلکو په منځ کې د دغو کمربندونو کارېدل عام شوي نه‌دي او ډېری هېوادوال ورته ارزښت نه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام