Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او نهه ټپیان شوي

۱۱۱

د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون «جمعه د چنګاښ ۱۶مه» د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله  دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د میدان‌وردګ له امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه د جلرېز ولسوالي په «اونۍ کوتل» سیمه کې د یوې سراچې او کرولا ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې چې پایله کې یې دوه کسان مړه شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي، پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د میدان‌وردګ اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او سړکونو خرابوالي له امله ټرافیکي پېښې دوه برابره شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام