افغانستان کې د خوندیتوب کمربندونو نه کارېدل؛ پولیس: میکانېزم او د عامه پوهاوي امکانات نه لرو

د ټرافیکو ریاست د پلان او پالیسي مدیر عبدالودود خیرخوا وايي، دغه ریاست نه یوازې پالیسي او خلکو ته د خوندیتوب کمربندونو د کارونې په اړه څه نه لري، بلکې دوی د موټرچلوونکو د جریمه کولو واک هم نه لري. په همدې حال کې یوشمېر هېوادوال بیا وايي چې خلک د خوندیتوب کمربندونو د کارولو په اړه لازم عامه پوهاوی نه لري.

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د ټانکر موټر چپه‌کېدو له امله تړل شوې

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د ماهیپر اړوند سیمه کې د ګازو د یوه ټانکر موټر د چپه‌کېدو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت نن دوشنبه د کب اتمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې لویې لارې د پرانېستلو هڅې روانې دي.