د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ هېواد کې فساد سره د مبارزې وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د ياد بنسټ اجرايي رييس اکرام افضلي نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، حکومت فساد سره مبارزه کې ناکامه دی او کړنې یې یوازې د شعار په حد کې پاتې شوې دي.

افضلي وايي، له اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون خپلواک نه دی او ورنه سیاسي ګټه اخيستل کېږي.

د نوموړي په وینا، ارګ کې ځينې کړۍ هڅه کوي چې د دغه کمیسیون په سیاسي کولو سره، په خپله ګټه ورنه کار واخلي.

د روڼتیا څار بنسټ اجرايي مشر زیاتوي، له فساد سره د مبارزې کمیسیون د مهمو غړيو په ټاکنه کې سلیقه‌وي چلند شوی او ارګ د دغې پروسې په سیاسي کولو سره هڅه کوي چې فساد سره د مبارزې پر بنسټونو کنټرول ولري.

د روڼتیا څار بنسټ اجرايي مشر همدارنګه وايي، اړتیا ده چې رامنځته شويو فرصتونو نه فساد سره د مبارزې لپاره ګټه واخیستل شي او حکومت فساد سره د مبارزې لپاره د بنسټونو غیرسیاسي کولو لپاره پالیسۍ تر لاس لاندې ونیسي.

که څه هم هڅه مو وکړه چې د دغې موضوع په تړاو د ارګ نظر هم ترلاسه کړو، خو د ارګ ویاند دې برخه کې د معلوماتو له شریکولو ډډه وکړه.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام