د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض سلاموطندار ته ویلي، د دغه ولایت استیناف محکمې ۲۰ کسان چې پر غلا او ناروا اړیکو مجرم ګڼل شوي وو، د خلکو په مخ کې په دُرو وهلي دي.
د نوموړي په وینا، یادو کسانو ته دا سزا د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د فوټبال په یوه لوبغالي کې ورکړل شوې ده.
که څه هم زرګونه کسان د دغو کسانو لیدو ته راټول شوي وو، خو خبریالانو ته د تصویر او ویډیو اخیستلو اجازه نهده ورکړل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې مخکې هم په یوشمېر ولایتونو کې د غلا، اخلاقي فساد او ځینو نورو جرمونو له کبله د خلکو په مخ کې په دُرو وهلي دي.