Asset 1SWN

درملتونونو کې د تراماډول ناقانونه پلور؛ د خوړو او درملو اداره: د سرغړوونکو پېژندل ناشوني دي

tramadol

د کابل اوسېدونکې نرګس چې ۲۳کلن زوی یې د «تراماډول» په نوم نشه‌ لرونکو ګولیو د کارونې له امله روږدی شوی، وايي چې د کابل په درملتونونو کې په ازاده توګه د یادو درملو پلور لامل شوی چې زوی یې روږدی شي.

نرګس د دغه درملو د ناقانونه پلور څخه د نیوکې ترڅنګ له حکومت غواړي چې د نشه‌ لرونکو درملو د ناقانوني پلور مخنیوي په اړه لازم اقدامات وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نرګس وايي: «زه ډېره اندېښمنه او درد مې لره، خوب هم نه لرم. ډاکټر راته د تراماډول درمل راکړل، یوه یا دوه نسخې ترې استفاده کړې، ځکه اورېدلې مې و چې دغه درمل د ښه خوب لامل کېږي. د کارونې پرمهال مې درد ارامېده او خوب راته، خو څه موده وروسته مې پام شو چې زوی مې هم له دې درملو استفاده کوي. ۲۳کلن دی. کور کې به جګړه کوله، خویندې به یې وهلې. هغه پوه شو چې په دې درملو روږدی شوی.»

په ورته مهال ډاکټران وايي چې د روغتیاپالانو له لارښوونو پرته د تراماډول ډېره استفاده ځوانانو او سالمو کسانو کې د روږدي کېدو، مرګي/تشنجي او حتا د سرطان ناروغۍ لامل کېږي.

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د فارماکولوژي/ درمل‌پېژندنې استاد صدام شیرزی وايي چې د دغه درملو په ترکیب کې تریاک ګډ دي او د متوسطه او شدیدو دردونو د ارام لپاره ناروغ ته ورکول کېږي.

نوموړي وویل: «له طبي اړخه تراماډول د انالژزیک درملو له ډلې او خپل ترکیب کې تریاک لري. دغه درمل هغو ناروغانو ته توصیه کېږي چې درد یې د بروفن او پرستامول ګولیو پرځای ورکول کېږي. د عصبي، ماتېدو او سوځېدو دردونو لپاره توصیه کېږي.»

د شیرزي په وینا، تراماډول درمل باید د ډاکټر له مشورې پرته باید ونه کارول شي او کارونه یې باید د نوي تاریخ لرونکې نسخې او یا هم استفاده یې بنده کړل شي.

هغه وویل: «د افغانانو پر وړاندې د یادو درملو اخیستل ډېر معمول دي چې له درملتونونو یې اخلي. په لومړي ځل کارونې سره یې مغز حساسیت نه ښيي، خو په ډېرې کارونې سره یې مغز څه عکس‌العمل نشي‌ ښودلی او کس اړ دی چې پورته ډوز استفاده کړي او دا د سردرد، د خېټې درد او حتا مرګی لامل کېږي.»

په همدې حال کې د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوید هژیر د تراماډول درملو قاچاق او ناقانوني پېر او پلور یې تاییدوي او وايي چې د یادې ادارې څارونکي په ثبت شویو درملتونونو کې د تراماډول درملو پلور په منظم ډول څاري، خو په وینا یې، د سرغړونکو پېژندل ناشونې دي.

هغه وویل: «دغه درمل د ۲۵۰ ملي ګرامه په اندازه په ورځ کې درې خله د ډاکټر له لوري توصیه کېږي. له بده‌مرغه چې دې وروستیو کې ځوانانو یې د نشه‌يي توکو په څېر کاروي. یوازې په درملتونونو نه، بلکې په قاچاقي توګه هم هېواد ته راوړل کېږي چې د خوړو او درملو ملي ادارې له لوري یې پېر او پلور منع دی.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پربنسټ افغانستان کې پر نشه‌يي توکو ۵۰سلنه روږدي، هغه کسان دي چې د نشه‌ لرونکو درملو او کیمیاوي نشه‌يي توکو د کارونې له امله روږدي شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا ډاکټران باور لري چې د نشه‌ لرونکو درملو استفاده د نورو نشه‌يي توکو د کارونې لپاره زمینه هم برابروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام