Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون پرانېستل شو

somaya

د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د غوره ملي خدمتونو د نندارتون دویم پړاو د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په دارالامان ماڼۍ کې پرانېستل شو. دغه څلور ورځنی نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ او اقتصاد وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یوشمېر صنعت‌کارانو له‌خوا د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي مرستیال سعدالدين سعيد د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال وویل، د کورنيو توليداتو ملاتړ د وارداتو کچه راټیټوي او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه: «حکومت تل د مالیې په کمولو، د برښنا او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره د صنعت‌کارانو ملاتړ کړی. موږ دا هڅه کوو چې له کومو لارو کورنیو تولیداتو ته وده ورکړو.»

د تسل ګروپ رییس او د یاد نندارتون یو تنظیموونکی تسل‌خان وايي، دغه ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې، د قراردادونو راجلبولو، سوداګرو ته د بازارموندنې او د کورنیو تولیداتو د ودې په برخه کې ګټور تمامېدای شي.

د غوره ملي خدمتونو په دویم نندارتون کې د لاسي صنایعو، خوراکي توکو او انځورګرۍ په څېر د بېلابېلو برخو کورني تولیدات په ۲۵۰ غرفو کې چې ۱۰۰ یې ښځو ته ځانګړې شوي، نندارې ته اېښودل شوي دي.

يوشمېر هغه کسان چې په دغه نندارتون کې يې خپل توکي نندارې ته ايښي وايي، تمه لري چې دغه نندارتون به یې په ګټه تمام شي. د نندارتون ګډونوالې صوفیا او احمدولید زیاتوي:

«زموږ محصولات روغتیايي او د سینګار توکي دي. هیله لرو چې لاسته‌راوړنې ولرو، پېر مو ښه شي. نندارتونونه زموږ د محصولاتو پېژندنې او د پېرودونکو راجلبولو لپاره ډېر مهم دي.» «دغه نندارتون د خلکو پوهاوي او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ډېر مهم دي. موږ تمه لرو چې د نندارتون په پای کې به پېرودونکي را خپل کړو.»

د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون ته راغلي یوشمېر کسان وایي، د دغه ډول نندارتونونو په جوړېدو سره به د کورنیو تولیداتو د پېرلو لپاره د هېوادوالو لېوالتیا زیاته شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کابل ښار اوسېدونکې زهرا وايي: «څو غرفې مې چې ولیدلې، ډېرې ښې جامې یې لرلې. دا یو ښه کار دی، سړی کولای شي ویې پېري او ورسره د خلکو د بلدتیا لامل کېږي. که د دوی ملاتړ وشي، موږ به له اقتصادي اړخه ډېره وده وکړو.»

د غوره ملي خدمتونو د نندارتون لومړی پړاو د روان زېږدیز کال په وري میاشت کې جوړ شوی و. د یادونې ده چې تېر کال هم کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه په کابل ښار او یوشمېر ولایتونو کې څو کوچني او لوی نندارتونونه جوړ شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام