Asset 1SWN

د ښځو لپاره د مسلکي ژورناليزم د زده کړې زمينه برابرېږي

UNESCO-SAMO-pyo1xiejn5v7k03aedofwzz11rexc52qdl2rol1h1w

په رسنيو کې د بېلابېلو پوهنتونونو د ښځينه زده کړيالانو د رسنيزو وړتياوو، د نوښتګرو ايدو وده او د مشارکت په موخه د سلام افغانستان رسنيزې موسسې (سلام وطندار راډيو) او افغانستان کې د يونسکو استازولي خپله علمي او د کارموندنې ګډه همکاري پيل کړې ده.

د دغه شپږ مياشتني پروګرام موخه په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو د مهارتونو لوړوالی او هغوی ته د کاري زمينې برابرول دي.

سلام وطندار راډيو دغه پروګرام کې د کاراموزانو د جذب لپاره ځينې شرطونه په پام کې نيولي چې ګډونواله بايد د ژورناليزم پوهنځي سند ولري يا د همدې پوهنځي زده کړياله وي او همداراز رسنيو کې کار کولو سره علاقه ولري.

د اړينو مهارتونو له ارزونې او د ازموينې پړاو له بشپړېدو وروسته ښځينه کار اموزانې کولای شي، د سلام افغانستان رسنيزې موسسې (سلام وطندار راډيو) د مسلکي ژورناليزم پروګرام کې شاملې شي.

د سلام افغانستان رسنيزه موسسه (سلام وطندار راډيو) د ښځينه خبريالانو د اړينو مهارتونو له ارزونې او ازموينې پړاو تر بشپړېدو وروسته هغوی ته د مسلکي ژورناليزم د زده کړې زمينه برابروي.

دغه پروګرام کې د راپور ليکنې، د راډيويي خپرونو جوړول او توليد او همداراز نورو مسلکي برخو زده کړې شاملې دي چې د ياد پروګرام له بشپړېدو وروسته د سلام افغانستان رسنيزه موسسه او افغانستان کې د يونسکو استازولي له لوري ټولو ګډونوالو ته ستاينليکونه هم ورکول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام