عایشه درانۍ نیمروز کې یوه له هغو ښځو ده چې کلونه یې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې کار کړی. نوموړې وايي، څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د سیاسي بدلونونو او د ښځو لاسي صنایعو څخه د نه ملاتړ له امله وزګاره او په کور شوې ده.

هغې له اسلامي امارت څخه په دې برخه کې د جدي پام غوښتنه کوي. درانۍ زیاتوي، هغه مرستندویه موسسې چې پخوا به یې له دوی سره مرسته کوله او د دوی لاسنیوی به کاوه، اوس ورسره مرسته نه کوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې وايي، د ښځو اقتصاد دومره پیاوړی نه دی چې خپله لاس په کار شي او د لاسي صنایعو په برخه کې خپل فعالیتونه بېرته له سره پیل کړي. د عایشې ترڅنګ یو‌شمېر نورې هغه ښځې هم شته چې د اسلامي امارت د حکومت په راتګ او د ښځو د لاسي صنایعو د نه ملاتړ په دلیل نه دي توانېدلي، خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

حدیثه عزیزي چې په نیمروز ولایت کې یې د لاسي صنایعو په برخه کې فعالیت کاوه او اوس یې کار په ټپه درېدلی، هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د یاد صنعت د کارخونو په بیا فعالولو کې ورسره مرسته وکړي.

بل‌خوا په نیمروز کې د ښځو حقونو فعاله ثریا وايي چې په دغه ولایت کې داسې یو بنسټ او پروګرام نشته چې د ښځو د لاسي صنایعو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي. نوموړې زیاتوي چې یاد وضعیت د دغو ښځو او د هغوی د کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي.

نیمروز کې د لاسي صنایعو او د غالۍ اوبدلو د کارخونې یو مسوول پروین وايي، دوی پخوا له ۸ نورو ښځو سره دغه کارخونه کې فعالیت کاوه، خو په تړل کېدو سره یې ټول وزګار شوي او سختو شرایطو کې ژوند کوي. نیمروز کې د اسلامي امارت مسوولان وايي، د ښځو لاسي صنایعو ته د پرمختګ او ورته د بازار موندنې هڅې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب‌الله الهام زیاتوي چې یاد ریاست په پام کې لري، څو په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو په برخه کې ښځو ته اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره د کار په پرمختګ او بازار موندنه کې همکاري وکړي. په نیمروز ولایت کې ښځې د لاسي صنایعو په برخه کې غالۍ، خامک ګنډل، بلوڅي او ګلدوزي جامې تولیدوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام