د لوګر اوسېدونکي: شخصي درملتونونه په لوړه بیه، خو بې‌کیفیته درمل پلوري

د لوګر د مرکز پل‌علم او ځینو لرو پرتو ولسوالیو ناروغان او ناروغ‌لرونکي شکایت کوي چې شخصي درملتونونه پرې بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې پل‌علم ښار او د ولسوالیو شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي او د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته په‌‌کار ده چې په بازارونو کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړ ډول کنټرول کړي

کندوز کې د بې‌کیفیته درملو او نامسلکي درمل‌پلورونکو په اړه شکایت؛ «څارنه او پوښتنه نشته»

د کندوز د خان‌اباد ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د دې ولسوالي په درملتونونو کې د بې‌کیفیته درملو او نامسلکي درمل‌پلورونکو د زیاتوالي په اړه ګیلې لري. د خان‌اباد ولسوالي اوسېدونکی نجیب‌الله وايي، د روغتیايي مسوولانو نه څارنه لامل شوې چې نامسلکي کسان په خپل سر دې ولسوالي کې درملتونونه جوړ کړي.

درملتونونو کې د تراماډول ناقانونه پلور؛ د خوړو او درملو اداره: د سرغړوونکو پېژندل ناشوني دي

د کابل اوسېدونکې نرکس چې ۲۳کلن زوی یې د «تراماډول» په نوم نشه‌ لرونکو ګولیو د کارونې له امله روږدی شوی، وايي چې د کابل په روغتونونو کې په ازاده توګه د یادو درملو کارونه لامل شوې چې زوی یې روږدی شي.

نرګس له حکومت غواړي چې د نشه‌ لرونکو درملو د ناقانوني پلور مخنیوي په اړه لازم اقدامات وکړي.

لوګر کې د ناقانونه فعالیتونو له امله ۲۰درملتونونه تړل شوي

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې له درملتونونو او معاینه‌خانو څخه یې څارنه پیل کړې او ګڼ‌شمېر درملتونونه او معاینه‌خانې یې د ناقانونه او نامعیاري فعالیتونو له امله تړلي دي. روغتیایي مسوولان ټینګار کوي چې د تاریخ تېرو درملو د راټولولو او د ناقانونه روغتیايي مرکزونو د تړلو بهیر به روان وي.

درملتونونو او د درملو واردونکو شرکتونو ته د روغتیا وزارت خبرداری

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال خبرداری ورکړی، د درملو واردونکي شرکتونه او هغه درملتونونه به وتړل شي چې فعالیتونه یې له طبي معیارونو سره په ټکر کې وي. د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې بې‌کیفیته درمل د دغه وزارت د بدنامۍ لامل کېږي.

د درملیزو خدمتونو ټولنه: د درملو په بیو کې ۱۵سلنه لوړوالی راغلی

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې د نورو خوراکي او غیرخوراکو ترڅنګ د درملو په بیو کې هم ۱۵سلنه لوړوالی راغلی دی. د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر اسدالله کاکړ وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د درملو بیې له لسو تر ۱۵سلنه لوړې شوي دي.

تخار کې د ډاکټرانو له خوا د نه لوستل کېدونکو نسخو پر لیکلو نیوکې

د تخار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډاکټرانو له خوا په ګُنګ ډول د نسخو پر لیکلو نیوکه کوي او وايي، ډاکټران داسې نسخې لیکي چې یوازې د هغوی په ځانګړو درملتونونو کې لوستل کېدای شي او له هغو پرته پرې بل څوک نه پوهېږي.

د راپور موندنې: هېواد کې ۱۵۴۷ درملتونونه ناقانونه فعاليت کوي

هغه شمېرې چې د عامې روغتيا وزارت او د ولايتونو له عامو روغتيا رياستونو موږ ته رسېدلي ښيي چې په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې ۱۵۴۷ درملتونونه د فعاليت جواز نه‌لري او په خپل سرې توګه فعاليت کوي. د عامې روغتيا وزارت تر اوسه پورې نه دی توانېدلی چې د درملتونونو د ناقانونه فعاليتونو مخه ونيسي. د سلام‌وطندار څېړنې ښيي چې عامې روغتيا وزارت او ولايتونو کې د عامې روغتيا رياستونه د هغو درملتونونو چې په ناقانونه توګه فعاليت کوي، دقيقې شمېرې نه‌لري.