پروان ته له پنجشېر نه د بې‌ځایه شویو کورنیو شکایت

پروان ولایت ته له پنجشېر نه د جګړو له کبله سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ شکایت کوي چې د ژمي په را رسېدو سره سره ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.
دوی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو څخه د لومړنیو مرستو غوښتونکي دي.

د برښنا پرچاوۍ زیاتوالی؛ مسوولان: خلک دې وزغمي

اوزبکستان له څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د برښنا کموالي له کبله افغانستان ته خپله صادراتي برښنا ۶۶ سلنه کمه کړې چې له کبله یې د کابل په ګډون، د ۱۲ ولایتونو برښنا کمه شوې ده.
خو د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي چې خلک دې د برښنا کمېدو ستونزې تر حل پورې د برښنا پرچاوي وزغمي.
په همدې حال کې یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د برښنا پرچاوۍ یې کاروبار ته زیانمن کړی دی.

ملګري ملتونه: شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ نه یو ګام واټن لري

د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو برخې بنسټ ویلي، افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ډېره برخه ښځې جوړوي.
د دغه بنسټ په وینا، بې‌ځایه شوې ښځې په لنډمهاله مېنو کې له مخ په ډېرېدونکو ګواښونو سره مخامخ دي. یاد بنسټ د لیندۍ په ۲۲مه، د سه‌شنبې ورځ پر ټویټر لیکلي چې شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

کابل ته د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو بله کڅوړه راورسېده

د افغانستان بانک پر ټویټر لیکلي چې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په دوام، نن د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه بله کڅوړه هم کابل ته راورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۲۱ او د ۳۲ میلیونه ډالرو له ۳۰ ډېرې کڅوړې افغانستان ته رارسېدلې دي.