Asset 1SWN

ولسي جرګې د کابل ښاروال لویې څارنوالي ته ور وپېژنده

218569370-270x135

ولسي جرګې نن په خپل عمومي غونډه کې د کابل ښاروال داوود سلطان‌زوی لویې څارنوالي ته ور وپېژنده او تر دې وروسته یې د هغه لاسلیک هم بې‌باوره یاد کړ.

ولسي جرګې د ناقانونه ودانیو د جوړېدو په مخنیوي کې د پاتې راتلو او په پلازمېنه کې د نورو ښاري ستونزو له کبله د کابل ښاروال لویې څارنوالي ته ور وپېژنده. د ولسي جرګې غړیو د رایو په ډېروالي سره تایید کړه چې د سلطان‌زوی لاسلیک به تر دې وروسته نه چلېږي.

دا پرېکړه له هغه وروسته کېږي چې ولسي جرګې د دوشنبې عمومي غونډې ته د کابل ښاروال ورغوښتی و، خو هغه نه و ورغلی.

داوود سلطانزوی د سږ کال په وري میاشت کې د کابل ښاروال په توګه وټاکل شو. نوموړی د ښاروال په توګه له ټاکل کېدو وروسته تل د خبرونو د سر ټکی وي.

کابل ښاروال تراوسه د ولسي جرګې د دغه اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام