د عبدالرووف کورنۍ حکومت ته د خپل ۹ کلن ماشوم د خوشې کولو لپاره د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره سم، په بلخ کې د یوناما دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راغلې او دولت ته خبرداری ورکوي، که دغه ماشوم په څو ورځو کې د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشې نه کړي، دوی به لاهه محکمې ته شکایت وکړي.

د عبدالرووف خپلوان وايي، ۳۹ ورځې کېږي چې د بلخ ولایت د مقام مخې ته یې پرلت کړی او حکومت ته یې وخت ورکړی و چې ماشوم یې را خوشې کړي، خو په وینا یې، سره له دې چې د عبدالرووف په اړه یې څه‌ناڅه معلومات موندلي او په تړاو یې څو کسان هم نیولي، خو د هغه د خوشې کولو په اړه یې اقدام نه دی کړی.

دغه معترضان د حکومت پر کړنو نیوکه کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې یاد ماشوم د انسان‌ تښتوونکو له منګولو وژغوري.

د عبدالرووف کورنۍ وايي، د خپل کوچني ماشوم د تښتونې درد زغمي، خو تښتوونکو ته به یې پیسې ور نه کړي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د بلخ د محلي او امنیتي مسوولانو نظر هم واخلو، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د عبدالرووف په نوم یو ۹ کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له لوري چې نظامي جامې یې پر تن وې، ۶۶ ورځې وړاندې د بلخ له مرکز مزارشریف ښار نه ښوونځي ته د تګ پر مهال وتښتول شو.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام